د اسرائيل تسليمولو په كوم تجويز غور نه دے روان ٬ د فلسطين مسئلې حل په اړه د پاكستان اصولي دريځ كښې هېڅ بدلون نه دے راغلے۔ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري اوونيز بريفنګ

image

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري يو ځل بيا د اسرائيل پحقله ګنګوسۍ رد كولو سره واضحه كړې چې د اسرائيل تسليمولو په كوم تجويز غور نه دﺀ روان٬ د فلسطين مسئلې حل پحقله د پاكستان په اصولي دريځ كښې هېڅ بدلون نه دے راغلے، سي پېك كښې لا پراختيا لپاره چين سره په رابطه كښئ يو، پاکستان به سوله ايز او مستحكم افغانستان لپاره دغسې كردار لوبوي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال خارجه دفتر يو ځل بيا د اسرائيل پحقله ګنګوسۍ رد كولو سره واضحه كړه چې د اسرائيل تسليمولو په يو تجويز هم غور نه دے روان٬ د فلسطين مسئلې حل پحقله د پاكستان په اصولي دريځ كښې هېڅ بدلون نه دے راغلے٬ د اسرائيل په اړه د پاكستان پاليسي ډېره واضح ده او د فلسطين كشالې په اړه پخپل اصولي موقف ولاړ يو ٬ وزيراعظم عمران خان واضحه كړې چې د فلسطين اولس ته د قبلېدو وړ تر حل به اسرائيل نه تسليموٶ٬ د افغانستان پحقله وياند ووئيل د وزيراعظم عمران خان په دې وروستيو كښې د افغانستان دوره د اهميت وړ وه، پاکستان به سوله ايز او مستحكم افغانستان لپاره دغسې كردار لوبوي ۔ د کشمير پحقله وياند ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د پنځم اګست كال2019 د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو نه پس د پوځي محاصرې 479 ورځې وشوې ٬ حال دا دے چې د هند سپريم كورټ هم په مقبوضه کشمير كښې لاك ډاٶن غېر آئيني ګرځولے خو د كرونا وباء باوجود کشميريان طبي او د ژوند بنيادي ضرورتونو ته د رسنې نه محروم كړې شوي او هندي پوځ د ظلم انتها كولو سره د نومبر په مياشټ كښې نور 14 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي۔ وياند ووئيل هند د ظلم د لارې د كشميريانو د حريت جذبه غلې كولې نه شي٬ هند په مقبوضه کشمير كښې د نسل كشۍ كمپائن چلوي او په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو نړيوالو ادارو هم تصديق كړے۔ وياند ووئيل هند په پاكستان تورونه لګولو سره د كشمير كشالې څخه د نړۍ پام د اخوا كولو هڅې كوي۔ وياند ووئيل پاكستان تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل صدر او عمومي سېكتره ته يوه بله چيټۍ ليكلې چې پكښې په مقبوضه کشمير كښې د هند ظلمونو٬ د غېر قانوني اقداماتو او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو څخه هغوي خبر كړې شوي۔ وياند ووئيل هند په پاكستان كښئ عدم استحكام پېدا كولو لپاره كالعدم تنظيمونو ته فنډنګ كوي۔ وياند ووئيل پاکستان د هند د رياستي ترهګرۍ ثبوت د ډويزيئر په شكل وړاندې كړے۔ وياند د هند په بهار ايالت كښې د يوې مسلمانې انجلۍ د ژوندۍ سوځولو غندنه كولو سره ووئيل آر اېس اېس او هندواتوا نظريات څخه په هند كښې اقليتونه خطرو سره مخ دي۔ وياند ووئيل د هند لخوا پرله پسې د جنګ بندۍ د خلاف وزو څخه سيمه ايز امن خطر سره مخ دے۔ د سي پېك پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د سي پېك په ضد يو منظم پروپېګنډا مشين فعاله دے او د سي پېك په ضد بې بنسټه او ناسم علامات رامخې ته كوي، خو بيا هم د كرونا وبائي چېلنج باوجود د سي پېك منصوبې زر بشپړېدو لپاره كار په تندۍ سره روان دے ۔ وياند ووئيل مونږ د سي پېك په منصوبو كښې لا پراختيا لپاره چين سره په رابطه كښئ يو۔ وياند ووئيل د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل يو اے اي كښئ انفرادي پېښې يو هېواد سره تړل مناسب نه دي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ووئيل پاکستان د دوه اړخيزو اړيكو لا استحكام او په منطقه كښې امن٬ استحكام او سوكالي لپاره همكاري جاري ساتلو لپاره د امريكې نوې انتظاميې سره په ګډه كار كولو له خوښي لري۔ ده ووئيل پاکستان به امريکې سره د سټركچرل ډائيلاګ د بحالۍ هم هركلے كوي۔ وياند هيله څرګنده كړه چې د امريكې نوې انتظاميه به په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو هم نوټس واخلي او هند به د كشمير د اوږدې مودې مسئلې حل لپاره د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد باوري كولو ته مجبور كړي۔

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں