وزيراعظم عمران خان د نېشنل يوته كونسل جوړولو پرېكړه كړې۔ وفاقي وزيراسد عمر

image

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر د ګرد هېواد د ځوانانو په نامه خپل پېغام كښې وئيلي دي په ځوانانو زېرے كول غواړم چې وزيراعظم عمران خان ټولې هلې ځلې د ځوانانو روښانه سباٶن لپاره كوي۔ د جمعې په ورځ ده خپل بيان كښې ووئيل وزيراعظم عمران خان د نېشنل يوته كونسل جوړولو پرېكړه كړې او مشري به ئې وزيراعظم پخپله كوي، د ګرد هېواد څخه به د 50 ځوانانو انتخاب كولے شي۔ ده ووئيل ځوانان به وزيراعظم سره په ګډه ھغه پاليسۍ جوړوي كومې چې د ھغوي ضرورت وي۔ده ووئېل د پاکستان په جوړېدو او د عمران خان په هلو ځلو كښې ځوانانو مهم كردار لوبولے٬ د يوته كونسل سلېكشن پراسېس سپېځلے او د مېرټ په بنياد كېږي٬ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل ځوانان دې د كامياب جوان وېب پاڼې څخه اپلائي وكړي او پنځوس زيرك ځوانان به د كونسل غړيتوب لپاره منتخب كولې شي

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں