د کھربونو زيان كوٶنكو ادارو د تنظيم نو پرېكړه خوشبينه ده۔ پاكستان اكانومي واچ

image

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د پاکستان اکانومي واچ چئيرمېن برېګيډيئر (ر) محمد اسلم خان وئيلي دي په كلنه توګه د کھربونو زيان كوٶنكو ادارو د تنظيم نو پرېكړه خوشبينه ده، د کاميابۍ په صورت به په حكومت د اربونو روپو فشار كم شي كوم چې د هېواد پرمختګ لپاره ضرورې دے ٬ په خرڅونو او آمدن كښې د عدم توازن خاتمې نه غېر هېواد پخپلو پښو نه شي اودرېدے۔ محمد اسلم خان د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې ووئيل په ناكامه كمپنيو د هېواد د دفاع څخه زيات خرڅ كېږي او دوي په مصنوعي توګه ژوندۍ ساتلو لپاره حكومت د اربونو روپو پور اخلي كوم چې د پاكستان غوندې هېواد سره ظلم دے۔ ده ووئېل په تېرو څلوېښتو كالو كښې ټولو حكومتونو پي آئي اے، سټيل ملز، رېلوے او داسې نورې ادارې ګټورې جوړولو يا د دې نه ځان خلاصولو هڅې كشوې كومې چې نه دي كاميابې شوي ٫بس د يو څو ادارو نجكاري كاميابه شوې ۔ده ووئېل اوس وزيراعظم عمران خان د دې ادارو تنظيم نو كولو او دوي په بېلا بېلو برخو كښې تقسېمولو سره په دې كښې د مېرټ په بنياد د اعلٰې افسرانو د تعيناتۍ پرېكړه كړې كومه چې خوشبينه ده

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں