كوئټه 27 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰي جام كمال خان د هرناني په شاهرګ سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په چېك پوسته د ترهګرو د بريد سخته غندنه كړې او په بريد كښې د 7 امنيتي اهلكارو په شهادت ئې خواشيني ښودلې. د بلوچستان وزيراعلٰي په خپل يو بيان كښې ووئيل چې د ترهګرو د بريدونو په نتيجه كښې زمونږ حوصلې نه شي كمزورې كېدې. بهادر امنيتي ځواكونه د هېواد دفاع او د ترهګرو په مقابله پوهېږي، د ترهګرې په پېښو كښې ككړ عناصر به انجام ته رسولې شي. ده ووئيل چې د شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي. مونږ په خپلو شهيدانو فخر كوو او د شهيد شويو اهلكارو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو.