ملاوټ ، سمګل شوو او غېر معياري پټروليم مصنوعاتو په دهنده كښې ككړو كسانو له د يوې اوونۍ مهلت وركوي۔ د شېخ رشيد احمد ميډيا سره خبرې

image
APP36-14 MULTAN: October 14 - Federal Minister for Railways Sheikh Rasheed Ahmad talking to the media persons at Tank Chowk. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد ملاوټ او سمګل شوو او د غېر معياري پټروليم مصنوعاتو په دهنده كښې ككړو عناصرو له د يوې اوونۍ مهلت وركولو سره خبردارے ور كړے چې حكومت به په دې لړ كښې سخته كاروائي كوي۔ د شورو په ورځ سي ډي هيډ کوارټرز كښې د كرسمس كېك پرې كولو دستورې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم په هداياتو نن د وړومبۍ سياسي پرېكړې اعلان كوم٬ داخله وزير په اووه ورځو كښې د سمګل شوو پټروليم مصنوعاتو د پټرولم پمپونو څخه د ختمولو ډېډ لائن په وركولو كښې ووئيل په اليکټرانک او پرنټ ميډيا به كمپائن چلولے شي چې كه په اوو ورځو كښې دننه د سمګل شوو پټروليم مصنوعاتو د خرڅ سلسله ختمه نه شوه نوې داسې پټرولم پمپ به بندولے شي۔ داخله وزير ووئيل د سمګل شوو پټرولو څخه هېواد ته د 7 بېليونه ډالرو زيان كرسي۔ دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير مسيحي ورورولۍ له د كرسمس مباركي وركړه، د مسيحي وروڼو ډېر قدر كوم٬ پوليس انتظاميې ته امر شوے چې د كليسو خيال وساتي او دوي له هر ډول سهولت وركړي دغسې چې د دوي د كرسمس خوشحالۍ ولمانځي۔ وفاقي وزير د كرونا په مهال د مسيحي ورورولۍ د خدمات هم ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں