وفاقي پلازمينه كښې قومي كلتوري لوك مېله سر ته ورسېده

image

اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) وفاقي پلازمينه كښې د قومي ثقافتي ادارې لوك ورثې ترسېوري لاندې 10 ورځنۍ قومي كلتوري لوك مېله د اتوار په ورځ سر ته ورسېده۔ د ميلې د آخري ورځې دستوره كښې صدر ډاكټر عارف علوي د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو چا چې فنكارانو او هنرمندو ته د لكھونو روپو كېش انعامونه او د ټولو صوبائي كلچرل ډيپارټمنټ استازو ته شيلډز وركړل۔ په دې موقعه د قومي ورثې او پېشه ورې تربيې وفاقي سېكترې نوشين جاوېد امجد دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د مېلې په اړه مهم خبره دا ده چې دا كومه عامه مېله نه ده بلكې ددې په شا يو لوئے سوچ روان وو او هغه دا چې د 80 ليسزې نه وروستو ناڅاپي نوې ټېكنالوجۍ نړۍ بدله كړه۔ دا مېله د خپل مقبوليت په سبب د پرنټ او الېكټرانك ميډيا پام ترلاسه كوي۔ دې د د زړه د كومي نه د هنرمندو او فنكارانو مننه وكړه۔ د لوك ورثه اي ډي طلحه علي كشواها او دده ډلې ته د كاميابې دستورې په راجوړولو مباركي وركړه او د خپل وزارت لخوا ئې ده ته د مرستې باور وركړو۔ په دې مهال صدر پاكستان ته د ټولو صوبو نوموړو موسيقارو او فنكارانو د خپل فن څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں