كوم اپوزيشن چې د كورونا د وړومبې چپې په عروج كاروبار بندول غوښتل اوس هغه د غونډو د لارې د كورونا خپرېدنه غواړي. سيد ذوالفقار بخاري

image

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري وئيلي دي چې كوم اپوزيشن چې د كورونا د وړومبې چپې په عروج كاروبار بندول غوښتل اوس هغه د غونډو د لارې د كورونا خپرېدنه غواړي. د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې زلفي بخاري په پېښور كښې د پي ډي اېم د غونډې په اړه ووئيل چې د كورونا په وړومبو ورځو كښې چې كله وبا په عروج وه، د پي ډي اېم ګوندونو به د كاروبار په بندولو ټينګار كولو، اوس دا ګوندونه غونډې كول غواړي او د دې د لارې د كورونا خپرېدنه غواړي. زلفي بخاري ووئيل چې د دې ګوندونو بنيادي اېجنډا اېنټي پاكستان ده.

مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores
متعلقہ مضامین
مزید خبریں