اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د هند سینئر سفارتکار خارجه دفتر ته رابللو سره د دسمبر په 30مه نېټه د قابض هندي ځواكونو لخوا په لائن آف كنټرول (اېل او سي) كوټ كوټېره سېكټر كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزو ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شو٬ د ډزو په نتيجه كښې 34 كلن بېګناه وګړې ژوبل شوے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د هند سینئر سفارتکار خارجه دفتر ته راوبللے شو او ھغه ته احتجاجي مراسله وركړې شوه ۔ هغه ته ووئيل شول چې هندي قابض ځواكونو په اېل او سي او وركنګ باٶنډري پرله پسې خلاف ورزۍ كولو سره د آرټلری، آټومېټك وسلو د لارې عام وګړي په نښه كوي۔ هندي سفير ته ووئيل شول چې قصداً سول آبادي په نخښه كول ډېره د افسوس وړ ٬ د انساني عظمت ٬ نړيوالو بشري حقونو او د نړيوال انساني قوانينو بيخي خلاف وزي ده۔ د هند د جنګ بندۍ د دې خلاف ورزو څخه سيمه ايز عمل او سلامتيا سنګين خطرو سره مخ ده چې نتيجه ئح د ستراتېَژك غلطۍ په صورت كښې رامخې ته كېدې شي۔ هند د سږ كال په مهال 3097 ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كړې دي چې په نتيجه كښې ئې 28 بي ګناه وګړي شهيدان او 257 ژوبل شوې دي ۔ هندي سفير خبر كړې شو چې په اېل او سي اړې ګړې زياتولو سره هند په مقبوصه كشمېر كښې د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزوۍ او ظلمونو څخه د نړۍ پام نه شي اخوا كولې۔ هغه په هند زور راوړو چي د 2003 د جنګ بندۍ لوظنامې پاسداري وكړي او د ملګرو ملتونو مبصرين (يو اين ايم او جي آپي پي ) له شخړيز كشمير كښې د پلټنو اجازه وركړي