د وفاقی وزیر مراد سعید میچنګ ګرانټ ترمخه 21 ګاړي موټروے پولیس ته حواله كولو دستورې ته وينا

image

اسلام آباد 04 جنوری (اے پی پی) د مواصلاتو وفاقی وزیر مراد سعید وئيلي دي چې د ډيوټۍ په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركونكو نېشنل هائی ویز اینډ موټروے پولیس 41 شهيدانو ته سلام كوم، د مواصلات وزارت د نېشنل هائی ویز اینډ موټروے پولیس پټرولنګ ضروریات پوره كولو له ګامونه پورته كوي، دې لپاره په جرمانو 50 فیصده ریونیو موټروے پولیس له وركړې كيږي دغسې چې هغوي د خپلو وسائلو سره سره خپل پیشه وره صلاحیتونو ته وده وركړي، محدود وسائل كښې د موټروے پولیس چې د څه ډول محنت او لګن سره خذمات ترسره كوي هغوي د نورو لپاره مثال دې، موجودہ حکومت د دوه كلونو په مهال په قومی سترو لارو او موټرویز چې كومې منصوبې پيل كړې دي يا ئې پرانسته كړې د هغې حجم 6 زره 147 کلومیټره دې كوم چې د تير دور په مقابله كښې 60 فیصده زيات دې ، سی پیک ګیم چینجر منصوبه ده او د دې لويديز روټ اوس خواب نه حقیقت كښې بدل شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نېشنل هائی ویز اینډ موټروے پولیس لائنز هیډکوارټرز كښې میچنګ ګرانټ ترمخه 21 ګاړي موټروے پولیس ته حواله كولو په اړه دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د مواصلات وفاقی سیکرټری ظفر حسن، انسپکټر جنرل نیشنل هائی ویز اینډ موټروے پولیس ډاکټر سیّد کلیم امام او د مواصلات وزارت او موټروے پولیس سینئر افسران هم موجود ؤ۔ پولیس لائن هیډکوارټرز ته په رسيدو نېشنل هائی ویز اینډ موټروے پولیس يوې چټك ډلې وفاقی وزیر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وفاقی وزیر ووئيل کم وسائل كښې ښه خذمات وركول د موټروے پولیس طرہ امتیاز دې، مونږ نېشنل هائی وے پولیس چا ته چې نوې موټرویز حواله كوو هلته د پټرولنګ ضروریات پوره كولو له به كوټلې اقدامات هم كولې شي۔(

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں