د بلوچستان وزيراعلی جام كمال خان
کوئټه ۔6 جنوری (اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی جام كمال وئيلي دي د مچھ پېښه كښې ككړ ترهګر عناصر به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ د كوئټې وزيراعلی سېكرټرېټ كښې د وزيراعلی په مشرۍ كښې صوبه كښې د امن وضعې جاج اخستو غونډه وشوه كومه كښې چې صوبائي داخله وزير میر ضیاء لانګو، چیف سېکرېټری فضیل اصغر، اېډیشنل چیف سېکرېټري او د اېف سي آئی جی په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ اېډیشنل چیف سېکرېټری او آئی جی اېف سی وزیر اعلیٰ ته بلوچستان كښې د امنيتي وضعې او مچھ پېښې نه وروستو د رامخې ته شوي صورتحال په اړه بريفنګ وركړو۔ وزیراعلی جام کمال خان ووئيل مچھ كښې رامخې ته شوې پېښه د افسوس وړ ده۔ د اولس ځان او مال ته تحفظ د حكومت ذمه واري ده۔ هغه ووئيل مچھ پیښه كښې ككړ عناصر به خپل انجام سره مخ كولې شي۔