اسلام آباد 08 دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په هند كښې د مسلمانانو، دلت، سكھانو او مسيحانو پشمول يو اقليت هم محفوظ نه دے. د نهې په ورځ په يپل يو بيان كښې خارجه وزير په هند كښې د اقليتونو د حالت زار په اړه ووئيل چې هند اقليتونه تر پښو لاندې كولو لپاره د سېټيزن ترميمي اېكټ او د اېن آر سي پشان متنازعه قانون سازي معرفي كړې. ده ووئيل چې ټولې نړۍ د ډيلي د فساداتو ګواه ده چې پكښې ګڼ شمېر مسلمان شهيدان كړے شو او په لويه پېمانه د مسلمانان املاك سوځول شوي دي. شاه محمود قريشي ووئيل چې د تاريخي بابري جومات په ځائ مندر جوړول د هندو توا د ذهنيت عكاسي ده. خارجه وزير ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونه په بې ګناه كشميريانو تشدد او ظلم كوي.