كرپټ سسټم سمولو كیښ وخت لګي،بدلون هلو ځلو سره راځي بټن وهلو سره نه، معاشی استحكام لپاره سختي پريكړي شوي، الیكټرك وهیكل پالیسۍ سره به په آلودګۍ قابو موندلو كښې مرسته وشي، وزیراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې كرپټ سسټم سمولو كښی وخت لګي،بدلون هلو ځلو سره راځي د بټن وهلو سره نه، پیپلز ګوند او (ن) لیګ د هېواد ګټو له نه ذاتی ګټو له يو شوې دي، اپوزیشن غواړي چې په پوځ دومره فشار واچوي چې ټاكلې شوي حكومت ختم كړي، كرپټ عناصر له این آر او وركولو سره به د هېواد زيان وشي،اولس د غلو لپاره بهر نه راوځي، حكومت معیشت مستحكمولو له مهمې او سختي پريكړې كړې دي،د هېواد درآمدات او تعمیراتی څانګه پرمختګ كوي، اقتصادی اشاریے مثبت دي ، ټیكس نظام كښې شفافیت لپاره جدید ټیكنالوجی راوړو، احساس پروګرام او هیلتھ كارډ د حكومت انقلابی اقدامات دي، بیورو كریسی ډھانچه كښې اصلاحات كوو، د تير وخت وفاقی حكومتونو د بلوچستان پرمختګ ته پام لرنه نه ده كړي، الیكټرك وهیكل پالیسۍ سره به په آلودګۍ قابو موندلو كښې مرسته وشي، د 2021 تر آخر به پنجاب او كے پی كے هرې غریبې كورنۍ سره هیلتھ كارډ وي، فرقه وارانه شدت خوښۍ هېواد ته زيان رسولې،هند په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ ملاتړ كوي، هند چې تر څو د 5 اګست 2019ء اقدامات بيرته نه وي اخستي هغوي سره خبرې اتري نه شي كيدې۔ د اتوار په ورځ سوشل میډیا سره تعلق لرونكو كسانو سره خپلو خبرو اترو كښې وزیر اعظم عمران خان ووئيل كومو ټولنو كښې چې اخلاقیات ته پام لرنه كيږي هغه مخ په وړاندې ځي، كله چې پھ اخلاقی توګه قوم د زوال ښكار شي نو بيا په هر لحاظ سره زوال سره مخ كيږي، میډیا كار هېواد كښې اخلاقی اقدار او د قانون د حكمرانۍ په اړه خبرتيا پيدا كول دي، میډیا د واچ ډاګ كار كوي، ده ووئيل پخوانې وزیر اعظم او مهم وزيران په دبۍ كښې اقامې اخستلو سره نوكرۍ كولې،ده ووئيل منی لانډرنګ لپاره د اقامې لپاه ما ته وئيلي شوي ؤ خواجه آصف 22 كروړه كرپشن كړې ، هغه ولي نيولې شوي ، زه وايم دا څنګه غیر اخلاقی حركت دې چې د يو هېواد وزیراعظم او وزيران اقامې اخستلو سره نوكرۍ او د هغې د لارې منی لانډرنګ كوي،ځكه زه وايم هغوي له به اين آر او نه شي وركولې او هغه به نه شي پرېښودلې، د پاكستان قرضې څومره زياتې شوي او هغوي دغه ټول مال بهر وړلې۔ وزیراعظم ووئيل ما له هغوي ته این آر او وركولو كښې څه مسئله ده ، ما ته څه مسئله نشته خو جنرل ریټائرډ مشرف هغوي له این آر او وركړه د هغې په نتيجه كښې هېواد ته زيان وشو او قرضې زياتې شوي، نن چې مونږ څومره ټيكس راجمع كوو ، د هغې زياته برخه په دغه قرضو كښې وركړې كيږي كومې چې پخواني حكومتونو اخستي او زمونږ سره د پرمختيائي كارونو لپاره روپۍ نه پاتې كيږي ۔ وزیراعظم ووئيل نن پاكستان د پريكړې وړ پړاؤ كښې داخل شوي چې مونږ د مافیا په ضد كار وكړو، اپوزیشن نن راجمع كيدو سره د ټګۍ شور كوي،هغوي د ټګغ هيڅ ثبوت نه لري هغوي د ټګۍ په ضد كوم فورم ته رجوع كړي،مونږ چې كله د ټګغ په ضد راوتللي ؤ نو مونږ اول عدالتونو ته رجوع كړې وه، ثابت كړې مو وه چې ټكي شوي، اپوزیشن ته معلومه ده چې ټګي نه ده شوي ،هغوي يواځې د خپلې غلا بچ كولو لپاره بلیك میلنګ كوي، این آر او اخستلو لپاره هغوي فیټف استعمال كړې ، نیب آرډیننس كښې بدلون كولو لپاره فشار اچولې كيږي،نن زرداری او نواز شریف چې كوم كيس دې هغه مونږ نه دي جوړ كړي ، هغوي پخپله په يو بل جوړ كړې دي، اوس هغوي راجمع شوي چې دغسې چې د غلا روپۍ بچ كړي او دې لپاره بلیك میلنګ كوي ۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمان د 1992 راهسې د حكومتونو برخه ده،دا وړومبۍ اسمبلی ده چې د ډیزل نه غير چليږي،د هغه خيال ؤ چې اولس به د هغو غلا بچ كولو لپاره بهر راوځي خو اولس چرې هم د غلو لپاره نه راوځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغان جهاد نه پس پاكستان كښې فرقه وارانه تشدد پيل شوي كوم څخه چې هېواد ته لوئ زيان شوي، هزاره، شیعه كمیونټی د ترهه ګرۍ ښكار شوي، اوسنۍ پېښه كښې هند په پاكستان كښې ترهه ګرۍ لپاره آئی ایس آئی ایس /داعش ملاتړ كوي، پاكستان كښې انتشار خپرول د هغوي مشن دې، زمونږ انټیلی جنس ایجنسو ښه كار كړي او مونږ معلومات لرل چې پاكستان كښې د هند انتها خوښې مودی حكومت شیعه سنی علماﺀ قتلولو او فرقه وارانه فسادات كولو سازش كوي،مونږ په وخت كارروائی وكړه او د هېواد د بيلو برخو څخه مو كسان ونيول، ځينې لري پرتو سيمو كښې هم كارروائی شوي، بلوچستان په اړه د پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل تيرو حكومتونو بلوچستان ته پام لرنه نه ده كړي ځكه چې بلوچستان د رقبے په لحاظ سره لوئ او آبادی په لحاظ سره كوچنۍ صوبه ده ، هلته ووټ بنك كم دې، سرداران قوي شوي، او هغوي سره تيرو حكمرانانو اتحاد كولو،څنګه چې پیپلز ګوند كراچۍ ته پام لرنه نه ده كړي ځكه چې هغوي به اندرونی سندھ څخه ووټ ترلاسه كولو داسې صورتحال بلوچستان كښې دې، موجوده حكومت هغه وړومبې حكومت دې كوم چې د بلوچستان سماجی او اقتصادی پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي،

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں