اسلام آباد 13 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د تبديلۍ په لاره كښې “سټېټس كو” سره تړلې كسان خنډان دي، د رشوت او کرپشن هېوادونه هېڅكله پرمختګ نشي كولې٬ تر راتلونكي اوړي ټول وزارتونه په اي ګورننس د منتق كولو ډېډ لائن وركړے شوے، د اېف بي آر نظام به تر جولائي په بشپړه توګه ډيجيټلائز كړے شي٬ كله چې قيادت كرپټ شي نو په معاشره كښې بدعنواني بدكاري نه ګڼلې كېږي، په پاکستان كښې د اشرافيه ژوندون داسې نه ښكاري چې دا د غريب هېواد وګړي دي۔ د شورو په ورځ د نېشنل هائي وے اتھارټي (اېن اېچ اے) له مخې د اي بډنګ٬ اي بلنګ او جي آئي ېس مېپنګ پېل كولو دستورې ته وزيراعظم عمران خان د خاص مېلمه په حېث وېنا كوله ۔ دستورې ته د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد او سېكرټري هم وېنا وكړه۔ وزيراعظم عمران خان دستورې ته خپله وېنا كښې د اېن اېچ اے او مواصلات وزارت ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هېواد ډيجيټلائزېشن پلو روان دے او هم دا نوے پاكستان دے٬ نړۍ ډيجيټلائزېشن پلو روانه ده، سباٶن هم د دغې دے، دې سره به سپېځلتيا راشي٬ د جي آئي اېس څخه به د جديدې ټيکنالوجۍ د لارې مانيټرنګ وكړے شي۔ وزيراعظم ووئيل د اي بډنګ او اي بلنګ څخه به په ټھيکو كښې د كرپشن خاتمه وشي، څنګه چې به د ترسره شوي طريقه كار له مخې ټھيکې وركړے كېدې دغې سره به نه يوازې د هېواد زيان كېدو بلكې سړكونه به هم غېر معياري جوړېدل، كمېشن به اخستے كېدو، اوس چې به دې نظام څخه څومره سپېځلتيا راځي دومره به كرپشن كم شي۔ وزيراعظم ووئيل په كوم ځاے كښې چې انساني كردار كم وي هلته به د رشوت موقعې هم كمې وي، زمونږ په موجوده نظام كښې رشوت د سر نه تر پښو رسېدلے ، د ډيجيټلائزېشن اقدام به دې ته ماتې وركړي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ شل كاله اګاهو شوکت خانم د كاغذ نه د پاكولو پرېكړه كړې٬ د داروګانو سېل او پرچېز آن لائن ٶ او دې لپاره مونږ سافټ ويئر جوړ كړے، دې سره كرپشن ختم شو۔ده ووئېل په نړۍ كښې شل كاله وړاندې دا نظام راغلے خو د افسوس خبره ده چې پاكستان په كال 2021 كښې دې پلو روان دے۔ وزيراعظم ووئيل پخواني نظام څخه ناجائزه ګټه ترلاسه كوٶنكي د دې تبديلۍ په لاره كښې خنډان دي، هم سټيټس کو بدلول تبديلي ده ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل آټومېټك نظام څخه نړۍ ګټه پورته كړې٬ د كرپشن نظام په سبب زمونږ په هېواد كښې او په نورو ادارو كښې دا نظام نه دې راغلے۔ ده ګډون كوٶنكو ته ووئيل شوكت خانم له چې يوې ادارې د ځينې رنځورانو درملنې لپاره مالي معاونت وكړو نو سركاري ادارو د دغې چېك په كليئر كولو كښې كمېشن غوښتو، دا زمونږ بدقسمتي ده۔ وزيراعظم ووئيل كوم هېواد چې د رشوت نظام قبول كړي هغه هېڅكله پرمختګ نشي كولې، هر څوك په دې پوهه دي چې رشوت عام دے۔ وزيراعظم ووئيل كوم خلق چې خپل حالت نه بدلوي الله پاك هم د ھغوي حالت نه بدلوي، دا ممكن نه ده چې عمران خان په سوئچ آن كولو تبديلي روالي، نړۍ د خود داره قام عزت كوي ، ماليزيا او انډونيزيا مسلمانانو نه دې فتح كړي بلكې د مسلمانانو سوداګرو كردار او د ايماندارۍ نه متاثره كېدو سره دا خلق مسلمانان شوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د دې حقيقت ادراك نه لرو چې په دې هېواد كښې څومره وسائل شته ٬ يو وخت ٶ چې په نړۍ كښې د پاكستان عزت ٶ، زمونږ د حكمرانانو به امريكې او د برتانيې لوړو حكومتي شخصياتو هركلے كولو خو په ورو ورو زمونږ نظام تباه شو، مشرانو كرپشن پېل كړے۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان حكومت براډ شيټ ته ووئيل چې زمونږ په هېواد كښې د موجود بدعنوانه خلقو تحقيقات وكړې او د ھغې د مشر مركه مې واورېده چې پكښې ھغه ووئيل چې څنګه پاكستان څخه پېسه بهر منتقل كړې شوې، وزيراعظم او وزيرانو دا كار كولو، كله چې په لوړه كچه كرپشن وي نو ټول نظام كرپټ شي۔ وزيراعظم ووئيل يو پاكستاني سعودي عرب څخه يو ارب ډالره د برتانيه بېنك ته منقل كړي ، زمونږ هېواد غريب دے خو ولې خلق امير شول خو هېواد هله پرمختګ كولې شي كله چې هېواد امير وي، د مالدارو هېوادونو ناسته پاسته هم اوګورۍ او د غريب پاكستان د خلقو هم ھغه ماداره هېوادونه به غريب ښكاري۔ده ووئېل د هغوي د مشرانو په مقابل كښې زمونږ د حكومت مشران چې ملګرو ملتونو ته ځي نو په ګرانو هوټلو كښې پاتې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د مدينې د رياست لويه خوبي دا وه چې مشرانو كښې ئې سادګي وه٬ چا ماڼۍ نه وې جوړې كړې٬ ھغوي په بې وسه اولس پېسه خرڅ كوله٬ پاكستان اسلامټي فلاحي رياست جوړول خوب ٶ خو تر څو چې مونږ بېرته د سادګۍ دا نظريه خپله كړې نه وي د الله پاك مدد به شامل نه وي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د ټولو نه زيات كرپشن د سترو لارو په په جوړولو كښې كېږي كه دلته تبديلي راغله نو نورې ادارې به هم بدلې شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل اېف بي آر له تر جولائي په بشپړه توګه د ډيجيټلائزېشن ډيډ لائن وركړے شوے ، د اېف بي آر ډيجيټلائزېشن سره به د ټېكس محصولات زيات شي٬ چې پېسه زياته شي نو په صحت او تعليم به خرڅ كړې شوو ، اصل سرمايه کاري په انسانو كول وي٬ هم داسې به فلاحي رياست جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل په نورو وزارتونو به هم فشار زياتوٶ چې ھغوي هم اي ګورننس پلو لاړ شي، ټولو وزارتونو او ادارو ته تر راتونكي اوړي ډېډ لائن وركړے شوے۔