بيجنګ 14 جنوري (اے پي پي) د چين سكالر چينګ شي زهونګ وئيلي دي د هندۍ مېډيا عزت د نشت برابر دے او د هند مېډيا او سوشل نېټ وركنګ پلېټ فارمز د پاكستاني وزيراعظم عمران خان وېډيو په نا سمه ډول د وړاندې كولو په ناكامه هڅه يو ځل بيا شرمندګۍ سره مخ شوے. د چين په چونګ چنګ سيمه كښې د سياسي زده كړو پوهنتون پروفېسر سكالر چينګ شي زهونګ د زيارت په ورځ په خپل يو آرټيكل كښې وئيلي دي په حقيقت كښې د هند مېډيا تازه احمقانه اقدام څه نوے نه دے ځكه چې ځينې هندۍ مېډيا د پاپولزم، هندو توا سوچ، لوېديځې پروپېګنډې او قوم پرسته انتهاخوښې څخه سخته متاثره ده او په دې وجه دا مېډيا زياتره نا سمه، د دروغو، او بې بنسټه خبرونه جوړوي، هم دا وجه ده د هند مېډيا كوم عزت نه لري. هغه ليكلي اوس خلق هم د هند مېډيا سنجيده نه ګڼي . ده ووئيل چين د پاكستان پشمول د سوئيلي آسيا هېوادونو په منطقه كښې امن او سلامتيا په ځاے ساتلو لپاره پوخ عزم لري او د دواړو دوست هېوادونو مېډيا په دې لړ كښې هڅې كوي خو د هند مېډيا په بل لوري روانه ده.