اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي ماشوم ته دوه كاله د مور پې وركولو اهميت په ډاګه كولو سره وئيلي دي د جوماتونو آئمه كرام، مېډيا او سول سوسائيټي دې په دې لړ كښې خبرتيا پېدا كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي. بچو ته د مئيندو پې وركړے كېدو په نتيجه كښې مور او بچې د يو شمېر ناروغيو نه بچ كېږي، د ډبي پې د مور د پيو متبادل نه وي. ده دا خبرې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې بچو ته د مئېندو پې وركولو اهميت او د تحفظ په موضوع سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع بېګم ثمينه ډاكټر عارف علوي هم موجود وه. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل د ايمان په قوت انسان د نېكې لار خپلوي. په پاكستان كښې په قانون عمل نشته، په هېواد كښې مجرمانو ته د سزا او جزا نظام شته خو په دې موثر عملدرآمد باوري كول ضروري دي. زمونږ په ټولنه كښې د مذهب، كلتور، قانون او د قانون اطلاق ډېر د اهميت وړ دے. د انسانيت تاريخ د بېلا ډول تدريجي پړاٶ څخه تېرېږي. وخت سره په انسان كښې معاشرتي بهتري راغلې، مونږ د تېر وخت ښه څيزونه پريښودي دي. ده ووئېل د مور پې د حضرت آدم او حضرت حوا د دور نه بچي لپاره وړيا دي. په قرآن پاك كښې د دوو نه تردوه نيم كاله بچي ته د مور پې وركولو تاكيد شوے او په سائنسي حواله هم د دې توثيق شوے. ماشوم ته د زېږون نه سمدستي توګه پس د مور پې نه وركولو غلط تاثر راپېدا كړے شوے. په دې لړ كښې په ټولنه كښې د خبرتيا پېدا كولو ضرورت دے. صدر ووئيل معاشرتي او سماجي بهترې لپاره د علماﺀ كرامو كردار ډېر مهم دے. علماﺀ كرامو د كورونا وبا په مهال په خبرتيا پېدا كولو كښې مهم كردار ترسره كړے. ده ووئيل په ماشومانو كښې د غذا كمي، بچو ته د مئېندو پې وركولو او د مور او ماشوم د روغتيا په اړه په خبرتيا كښې آئمه كرام مهم كردار ترسره كولې شي. ده ووئيل ده په دې معامله د كورنيو چارو او د مذهبي چارو وزيرانو سره هم خبرې كړې. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په خپله وړومبنې وېنا كښې په ماشومانو كښې د غذا كمي او د مور او ماشوم د روغتيا معامله پورته كړې وه. ده ووئيل د غربت خاتمې لپاره د انساني وسيلو ترقي مهمه ده. اوسني حكومت وګړو ته د روغتيا اسانۍ وركولو لپاره د روغتيا كارډونه جاري كړي. دستورې ته د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان، د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر، د روغتيا پارلماني سېكرټري ډاكټر نوشين حامد او د يونيسف استازې عائده ګرما هم وېنا وكړه او ماشومانو ته د مور پې وركولو اهميت ئې په ډاګه كړو.