پېښور ۔17جنوری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي يو شمېر مفاد پرسته سياستي قوتونه هېواد به بې ثباته كول غواړي۔ پاكستان منطقه كښې د ټولو اقليتونو تحفظ له يو مثالي هېواد دے۔ هغه د اتوار په ورځ د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ هېواد ته خطاب كولو۔ دستوره كښې د ټولو مذهبونو نمائنده پلاويو ګډون وكړو۔ بشپ پشاور همفری سرفراز پیټر په خصوصي توګه كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ ډاکټر پیر محمد نورالحق قادری ووئيل اسلام د امن او سلامتيا دين دے۔ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ تصور د اسلامي تعليماتو په ضد دے۔ اسلام د ټولو انسانو د احترام جذبه ښودلې ده۔ د امن او رحمت پېغمبر (علېه السلام) اسلامي فلاحي رياست مدينه منوره كښې ټولو اقليتونو ته د هغوي د حقونو ضمانت وركړے وو۔ مونږ له به هم هېواد كښې د هغه ټولو اقليتونو د حقونو خيال ساتل وي كوم چې امن سره دلته ژوند كوي۔ هغه ووئيل پاكستان لوټ كوؤنكي ٬ ادارې او سياسي ګوندونه د كوم رعايت حق نه لري۔ هغه ووئيل ماته افسوس دے چې زمونږ محترم مولانا فضل الرحمن صاحب د هېواد لوټ كوؤنكو سياسي ګوندونو په شا ولاړ دے او هغوي ته تحفظ وركولو له مېدان كښې دے او دغسې كولو سره هغه د خپل ګوند د منشور نه مخ اړوي۔ ډاكټر پير محمد نور الحق قادري ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل زمونږ وزيراعظم عمران خان د OIC او UN په پلېټ فارم د اسلام او پاكستان مقدمه زړه ورتيا سره وړاندې كړې او د اسلامو فوبيا مقابله ئې كړې ده۔ هغه ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو زمونږ حكومت به د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرامو سره رياست مدينه نمونه جوړولو سره پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړولو سره دا ټولې نړۍ نه مثال جوړ كړي۔ دستورې ته د اسلامي نظرياتي كونسل پخواني چيئرمېن ډاكټر قبله اياز ٬ بشپ پشاور همفری سرفراز پیټر ، علامه مولانا محمد طیب قریشی ، علامه عابد حسېن شاکری، مقصود احمد سلفی، ډاکټر شمس الرحمان شمس ، پروفېسر عبدالرحمان او اشتیاق احمد هم خطاب وكړو۔