په راتلونكي وخت كښې به نړۍ د پاك ترك دوستې مثالونه وركوي. د كشمير كمېټې چيئرمېن شهريار خان آفريدي د ترك اردو وېب پاڼې لانچنګ دستورې ته وېنا

image
CHAIRMAN OF THE PARLIAMENTARY COMMITTEE ON KASHMIR, SHEHRYAR KHAN AFRIDI ADDRESSING THE AUDIENCE ON ROLE OF MEDIA IN PAKISTAN-TURKEY RELATIONS, ISLAMABAD ON JANUARY 20, 2021.

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د كشمير كمېټې چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئيلي دي د تركيې او پاكستان اړيكې د دوه بدنونو يو ژوند په شان دي، د امت په ځوانانو د لوېديځ سوچ غلبه كمولو لپاره د ترك مېډيا خدمات بې مثاله دي، تركيه او پاكستان به په ګډه د امت جنګ كوي، په راتلونكي وخت كښې به نړۍ د پاك ترك دوستې مثالونه وركوي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د تركيې د اردو وېب پاڼې د لانچنګ دستورې او د پاكستان او تركيې په اړيكو كښې د مېډيا په كردار سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع په پاكستان كښې د تركيې سفيړ احسان مصطفٰي يرداكل هم دستورې ته وېنا وكړه. شهريار آفريدي په دې موقع په خپله وېنا كښې ووئيل د تركيې او پاكستان اړيكې د دوه جسدونو يو ژوند په شان دي، د امت په ځوانانو د لوېديځ سوچ غلبه كمولو لپاره د ترك مېډيا خدمات بې مثاله دي، تركيه او پاكستان به په ګډه د امت جنګ كوي، په راتلونكي وخت كښې به نړۍ د پاك ترك دوستې مثالونه وركوي. ده ووئيل ترك مېډيا د اسلامي امت په لارښودو كښې يو نوے روح پوكلے. ده ووئيل لوېديځ د خپلو مفاداتو لپاره د ټولو حدونو نه تېر شوي ، اوس زمونږ وخت دے، پاكستان او تركيې ته به په ګډه د اسلامي نظرئې ودې لپاره كار كول وي. په دې موقع په پاكستان كښې د تركيې سفير په خپله وېنا كښې ووئيل هغه په پاكستان كښې د تركيې او په تركيه كښې د پاكستان سفير دے. ده ووئيل د پاكستان او تركيې خلق يو بل سره داسې تړون لري چې دوي ترجمان ته اړتيا نه لري. د پاكستان شاعر په تركيه كښې مشهور دے

مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں