کراچۍ 21 جنوري(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اپوزيشن له مو د وزيراعظم عمران خان په امر د الېكشن كمېشن دفتر مخې ته په رېډ زون كښې د احتجاج كولو اجازه وركړې٬ مخالفې ډلې هم مرسته كړې او مونږ هم، اپوزيشن كه په لانګ مارچ كښې هم دا ډول مرسته كوي نو مونږ به هم كوٶ، رېنجرز په کراچۍ كښې زبردست او تاريخي کار كوي، رېنجرز په کراچۍ كښئ امن باوري كړے ٬ كراچۍ محفوظ ښار جوړول غواړو، رېنجرز ته په ټوله ښاريه كښې د كېمرو لګولو امر شوے ، د سندھ وزيراعليٰ مراد علي شاه سره فنډز شته ٬ باور لرو چې د سندھ واكداران به دې لپاره فنډنګ وكړي، د جمعيت علماء اسلام او د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن به د ټولو نه زيات په زيان كښئ پاتې كېدونكے سياسي شخصيت وي۔ د زيارت په ورځ ډي اېچ كورنګي كښې د نادرا د مېګا سنټر دورې نه پس پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې داخله وزير ووئيل د ديني شخيصت په حېث به ټول عمري د مولانا فضل الرحمن احترام كوم٬ زما لخوا به مولانا فضل الرحمان لپاره د احترام رشته قائم وي٬ نن په كراچۍ كښې د اسرائيل مخالف رېلي په پوښتنه ده ووئيل په هېواد كښې څوك دا جرآت نه لري چې اسرائيل تسليم كړي، كه مولانا فضل الرحمن د اسرائيل مخالف لاريون كښې ما ته بلنه راكړې وه نو زه به تللے ووم۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د شريفې كورنۍ نور جائيدادونه رامخئ ته كېږي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمن ته يو خبر وركول غواړم چې ھغوي ټولې معاملې د مولانا فضل الرحمن په كهاته كښې اچوي، ته به په زيان كښې پاتې كېږې٬ دوي ډېر پوهه لرونكي خلق دي ٬ وړاندې هم تاسو سره چل شوے او اوس به هم كېږي۔ وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل نن مې د رېنجرز هيډکوارټرز دوره كړې او سبا به د پاكستان كوسټ ګارډ د دورې نه پس د اېف سي د دفترو هم دوره كوم۔ داخله وزير ووئيل مونږ د نادرا درې نورو دفترو پرانسته كوٶنكي يو كومې چې به 24/7 كار كوي او پنځه دفترې به په ډبل شفټ كښې كار كوي، هره ورځ به يو لك خلقو ته شناختي كارډز وركوٶ۔ ده ووئيل 300 نوې ګاډي جوړ شوي چې پكښې به دا سهولت وي٬ كه په كاغذونو څه اعتراض نه وي نو كارډ به د دفتر په ځائ ګاډي څخه ترلاسه كېږي۔ وفاقي وزير ګرد هېواد كښې د تحصيل په كچه د نادرا دفتر پرانستلو اعلان كولو سره ووئيل د پاسپورټ موده لس كاله كوٶ او د دې فيس به هم ھغه وي كوم چې د پنځو كالو د پاسپورټ فيس دے، د دې نه علاوه پاسپورټ به د نړيوال معيار له مخې جوړولو لپاره په دې كښې چپ لګوٶ، اسمارټ پاسپورټ به جوړٶ، اېئرپورټس لا ښه كولو لپاره سهولتونه وركوٶ۔ ده ووئيل د خلقو چې كوم شكاياتونه شته هڅه به كوٶ چې هغه لرې كړو۔ وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل په سندھ كښې د نادرا 62 سنټرې كاركوي، نادرا د اولس د معيار سره سموو ٬ د خلقو شكايتونه لرې كولو لپاره راغلے يم خو شناختي كارډ به هم ھغو ته ترلاسه كېږي څوك چې پاكستانې وي۔ وفاقي وزير ووئيل د داخله وزير په حېث چې وزيراعظم كومې ذمه وارۍ راسپارلي ھغه به ترسره كوم او په ھغې كښې به څوك لاس وهنې ته نه پرېږدم۔