په ټول هېواد كښې د كورونا ويكسينېشن لپاره حكمت عملي جوړه كړی شوې۔ډاكټر نوشين حامد

image

اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)د روغتيا وفاقي پارليماني سېكرټري ډاكټر نوشين حامد وئېلي دي په ټول هېواد كښې د كورونا ويكسينېشن لپاره حكمت عملي جوړه كړی شوې۔په ټولو لويو ښارونو كښې د ويكسينېشن سنټرې جوړې كړی شوي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې هغې ووئيل د كورونا واكسين پاكستان ته رارسېدلې۔د اسلام آباد څخه به په يوه ورځ دوه كښې صوبو ته ولېږلې شي۔هغې ووئيل په وړومبي پړاؤ كښې به د روغتيا كاركنانو ته د كورونا واكسين لګولې شي۔د صوبو په مشوره د روغتيا د كاركنانو چې كوم لسټونه جوړ كړی شوي په هغې حساب به صوبو ته واكسين وركولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں