د هندوستان خفيه ادارو د نړيوالې ترهګرې ډلې د لارې په مچه كښې د 11 پاكستانيانو قتل كړے. د حافظ طاهر محمود اشرفي خبري كانفرنس ته وېنا

image

لاهور 04 جنوري (اے پي پي) د ټول هېواد د هر ډول مكاتب فكر علما و مشائخو د بلوچستان په مچه سيمه كښې د 11 پاكستانيانو د قتل غندنه كولو سره وئيلي دي چې د هندوستان خفيه ادارو د نړيوالې ترهګرې ډلې د لارې په مچه كښې د 11 پاكستانيانو قتل كړے، په پاكستان كښې په انتهاخوښې، ترهګرې او فرقه وارانه تشدد خپرولو كښې هندوستان پرله پسې په سازشونو كښې بوخت دے، نړۍ ته به د هندوستان د ترهګرې په ضد په سمدستي توګه اقدامات كول وي، په برتانيه كښې د جوړ شوي فلم مقصد هم د مسلمانو د بېلا بېلو طبقو ترمېنځه كركه او تفرقه پېدا كول دي، په پاكستان كښې په فلم په مكمل توګه بندېز دے، په كرك كښې په مندر بريد كوونكي مجرمان نيول شوي دي او د مندر بيا رغونې په لړ كښې كمېټي جوړه كړې شوې. دا خبرې د پاكستان علما كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي په لاهور كښې علما او مشائخ سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. په دې موقع علامه علامہ سید ضیاءاللہ شاہ بخاری ، مولانا محمد خان لغاری ، مولانا محمد اسلم صدیقی ، حافظ کاظم رضا ، علامه محمد حسین اکبر ، مولانا حافظ محمد نعمان ، مولانا اسد اللہ فاروق ، علامه زبیر عابد ، مولانا عبد القیوم فاروقی ، مولانا عبد الوهاب روپړی ، مولانا مفتی محمد عمر فاروق ، مولانا محمد شفیع قاسمی ، مولانا قاسم قاسمی ، مولانا محمد اشفاق پتافی ، علامه طاهر الحسن، مولانا حبیب الرحمن عابد او نور علما و مشائخ هم موجود وو. ده ووئيل چې د بلوچستان په مچه سيمه كښې د يوولس پاكستانيانو قتل په هېواد كښې د فرقه واريت ، تشدد او كركې خپرولو سازش دے كوم به چې كوم په اتفاق سره شنډ كړو. ده ووئيل چې د هندوستان خفيه ادارو د نړيوالې ترهګرې ډلې د لارې په مچه كښې د 11 پاكستانيانو قتل كړے، په پاكستان كښې په انتهاخوښې، ترهګرې او فرقه وارانه تشدد خپرولو كښې هندوستان پرله پسې په سازشونو كښې بوخت دے، نړۍ ته به د هندوستان د ترهګرې په ضد په سمدستي توګه اقدامات كول وي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں