اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی)د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله د سندھ نه پس پنجاب كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس له امله 59 كسان مړه شوي چې پكښې 42 كسان په وینټیلیټرز ؤ۔ د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر(اېن سی او سی) د اړخه جاري شوې شميرې له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال ټول هېواد كښې د يو زر 37 كسانو كووډ۔ 19 ټیسټ مثبت راغلې او 59 كسان د دې وائرس له امله مړه شوي چې پكښې 55 كسان روغتونونو كښې دغسې 4 كسان كورونو كښې د قرنطینه په مهال د دې وائرس له امله مړه شوي ۔ د هېواد په څلورو لويو ښارونو كښې د كووډ۔ 19 رنځورانو تناسب له مخې په وینټیلیټرز ملتان كښې 30 فیصده,لاهور كښې 35 فیصده، پېښور كښې 27 فیصده او اسلام آباد كښې 28 فیصده رنځوران دي۔ دغسې د هېواد څلورو لويو ښارونو كښې په آكسیجن آسانۍ لرونكو بسترو د كورونا مثبت كیسونو تناسب پېښور كښې 42 فیصده،ملتان كښې 32 فیصده،كراچۍ كښې 24 فیصده او پينډۍ كښې 24 فیصده رنځوران دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 32 زره 149 ټېسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 9 زره 136, پنجاب كښې 11 زره 809, خېبرپښتونخوا كښې 5 زره 859, اسلام آباد كښې 4 زره 283, بلوچستان كښې 546,ګلګت بلتستان كښې 331 او آزاد كشمیر كښې 185 ټیسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې كووډ۔19 څخه د ښه شوي كسانو شميره 5 لكهه 11 زره 502 ته رسيدلې ده۔ بلوچستان،ګلګت بلتستان او آزاد كشمیر كښې د كووډ۔19 كوم هم رنځور په وینټیلیټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې كووډ۔19 لپاره په بيل شوي وینټیلیټرز 265 رنځوران دي۔ ټول هېواد كښې د كووډ۔19 اېكټو كېسونو شميره 31 زره 983 ده۔ ټول هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 5 لكهه 55 زره 511 ده چې پكښې آزاد كشمیر كښې 9 زره 219, بلوچستان كښې 18 زره 869, ګلګت بلتستان كښې 4 زره 916، اسلام آباد كښې 41 زره 994, خېبر پختونخوا كښې 68 زره 531، پنجاب كښې يو لكه 60 زره 935 او سندھ كښې 2 لكهه 51 زره 47 رنځوران دي۔ ټول هېواد كښې د كووډ۔19 له امله د مړه شوي كسانو شميره 12 زره 26 ده چې پكښې سندھ كښې 4 زره 119 كسان مړه شوي دغسې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 31 رنڅوران په روغتونونو كښې او يو رنځور په كور كښې د قرنطینه په مهال مړ شوے دے، پنجاب كښې 4 زره 900 كسان مړه شوي دغسې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 17 رنځوران روغتونونو كښې او 3 رنځوران كورونو كښې د قرنطینه كېدو په مهال مړه شوي،خېبر پښتونخوا كښې يو زر 957 او د تېرو 24 ساعتونو په مهال 5 رنځوران په روغتونونو كښې مړه شوي دي،اسلام آباد كښې 480 كسان مړه شوي او د تېرو 24 ساعتونو په مهال 2 رنځوران روغتونونو كښې د دې وائرس له امله مړه شوي دي،بلوچستان كښې 196 كسان مړه شوي، ګلګت بلتستان كښې 102 او آزاد كشمیر كښې 272 كسان مړه شوي