پېښور ۔13 فروری(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي څوك خو دې دا وښائي چې ما چا ته د ووټ لالچ وركړے يا ووټ لپاره مې چا ته پېسې وركړې دي۔ ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل ټولو ته معلومه ده چې پېسې چا او د چا په كور كښې وېشلې دي د دغه كور يو ارب پتي نن بيا ګېم كولو له ولاړ دے۔ د دروغو تور لګونكي مخ به تور وي۔ د سېنېټ پخوانو ټاكنو كښې د هارس ټرېډنګ او وېډيو ليك معاملې نه د اپوزيشن په شمول ميډيا خبر ده۔ زما او د اسد قېصر د بدنامولو ايجنډا روانه ده۔ هغه ووئيل كه انتخابات پټ كېږي يا ښكاره تحريك انصاف به د خپلې برخې په ټولو چوكو كاميابي ترلاسه كوي۔ هغه ووئيل د چا په ضد مو چې تحريك چلولې نه مو هغو ته د مذاكرات بلنه وركړې او نه به وركړؤ