لاهور۔12فروری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد پرمختګ لپاره اوږد مهاله منصوبو ته اړتيا ده۔ اربن فاریسټ منصوبه ډېره زياته مهمه ده۔ لاهور يو شين او ښېرازه ښار ؤ ولې د دې چاپېرچل ته كومه خاص پاملرنه نه ده شوې۔ اوس د ماحولياتي آلودګۍ اثر كمولو له ګرين بېلټس زياتولې شي۔ په تېرو وختونو كښې د لاهور ښار 70 فيصده ګرين بېلټ ختم كړے شوے۔ د ھند او سموګ د لاسه په چاپېرچل او انساني صحت منفي اغېز پرېوزي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ جيلاني پارك كښې د اربن فاريسټ منصوبې پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ دې نه وړاندې وزيراعظم په بوټي نالولو د منصوبې پرانسته وكړه۔ د دې منصوبې له مخې به په 50 ځايونو ځنګولونه لګولې شي۔ په دې موقع وزيراعظم ته د دې منصوبې په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د بده مرغه لاهور كښې د سموګ په شمول د آلودګۍ شرح ډېره زياته ده۔ د ماحول پاكوالے په خاص توګه د زيات عمر كسانو او د كوچنيانو صحت له زيات ضروري دے۔ لاهور كښې ماحولياتي آلودګي كمولو له شينكے زياتولې شي۔ هغه ووئيل د هېواد په 50 سيمو كښې نوې ځنګلونه لګوو او د سېټلائټ د لارې مانيټر كولې شي۔ هغه زياته كړه چې اولس كښې د ځنګلونو اهميت په اړه شعور رابېدار كړئ