د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه د اېران خبري اژانس سره مركه

image

لاهور 02 جنوری (اے پی پی) د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې د نشه اي توكو د قاچاق مخ نيوے د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دے، كوم هېواد د ادارو ترمېنځه د مكمل كوآرډينېشن نه بغېر د نشه اي توكو نه پاكه ټولنه نه شي تشكيل كولې، ګاونډي هېوادونه په خپلو كښې د مرستې د لارې د نشه اي توكو خاتمې لپاره كار كولې شي. ده دا خبرې د اېران خبري اژانس سره په خاص مركه كښې وكړې. دا مركه د اېران د نشه اي توكو د مخ نيوي پوليسو مشر برېګېډئير جنرال ماجر كرماني لخوا د پاكستان دورې په لړ كښې شوې. د مركې په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې كوم هېواد د ادارو ترمېنځه د مكمل كوآرډينېشن نه بغېر د نشه اي توكو نه پاكه ټولنه نه شي تشكيل كولې. ده ووئيل چې ده د اے اېن اېف د ريجنل ډائرېكر په توګه هم وظيفه ترسره كړې. ده ووئيل چې د نشه اي توكو په اړه د ستونزو نه ښه خبر يم، ګاونډي هېوادونه په خپلو كښې د مرستې د لارې د نشه اي توكو خاتمې لپاره كار كولې شي. وفاقي وزير ووئيل چې د اېران لخوا د نشه اي توكو خاتمې لپاره د مرستې وړاندېز خوشبينه دے. د برېګېډيئر جنرال ماجد كرماني د پاكستان د دورې په انتظار يو. وفاقي وزير ووئيل چې د نشه اي توكو خاتمې لپاره زما هدف د نشه اي توكو طلب ختمول دي. وفاقي وزير ووئيل چې نشې سره د مخ شويو كسانو علاج او بحالې لپاره د ادارو په تشكيل غور كوو. اېراني پلاوي سره په ملاقات كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په معاملو غور كولې شي.

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں