وزيراعظم نه پخپله كرپشن كوي او نه بل څوك پرېږدي٬ حكومت د پي ډي اېم په سوب د فشار لاندې نشي راتللے ، اولس د كرپشن په ضد سړكونو ته راوځي ٬ كرپشن بچ كولو لپاره نه۔ سېنيټر شبلي فراز

image

اسلام آباد 14 جنوري(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز وئيلي دي وزيراعظم نه پخپله كرپشن كوي او نه بل څوك پرېږدي٬ حكومت د پي ډي اېم په سوب د فشار لاندې راتغے او نه به راشي، اولس د كرپشن په ضد سړكونو ته راوځي ٬كرپشن بچ كولو لپاره نه، د ماضي حکومتونو د انصاف په لاره كښې خنډان راولاړول، د تېرو حكومتونو په سبب د هېواد پېسه ضائع شوې٬ مونږ غواړو چې د اولس لوټ كړې پېسه بېرته راوړو، نديم افضل چن ګوند سره نه څه اختلافات لري او نه د ھغه نه حكومت مرور دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې كړې۔

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں