اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د نهې په ورځ مصر ته په دوه ورځنۍ دوره لاړو۔ مصر ته د تللو څخه وړاندي خپل ويډيو پيغام كښې خارجه وزير ووئيل مصر د اسلامي نړۍ يو مهم هېواد دے كوم ته چې د افريقې “ګيټ وے” هم وئيلي شي۔د معاشي سفارت كارۍ تر مخه د افريقې هېوادونو سره د تجارت ودې ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل د مصر خارجه وزير په بلنه مصر ته په دوه ورځنۍ دوره ځم دغسې چې د دې مهم هېواد سره رابطو ته وده وركړې شي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي مرستې ته وده وركولو په اړه امكانات شته۔ خارجه وزير ووئيل په دې مهال به د مصر خارجه وزير سره ملاقات كوم او په دوه اړخيزه اړيكو به د خيالاتو څرګندونه كوم۔جامعه الازهر ته د تللو اراده لرم او مونږ غواړو چې د تعليم په اړه د هغوي د تجربو څخه استفاده وكړو۔مصر كښې به د بزنس كميونټي سره ملاقات كوم او ميډيا نمائندګانو سره به هم خبري اترې كوم۔