د وزيراعظم بنيادي مقصد سياست كښې د پېسې استعمال ختمول دي۔ ميثاق جمهوريت لاس ليك كوؤنكو پخپلو حكومتونو كښې د ټاكنو سپېځلتيا له كوم عملي ګام نه دے پورته كړے۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ميډيا سره خبرې

image

اسلام آباد۔19فروری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم بنيادي مقصد سياست كښې د پېسې اسعمال ختمول دي۔ ميثاق جمهوريت لاس ليك كوؤنكو پخپلو حكومتونو كښې د ټاكنو سپېځلتيا له كوم عملي ګام نه دے پورته كړے۔ په وصيت لاس ليكونو ته اهميت وركوؤنكو ته بايد دا معلومه شي چې په دغه ميثاق جمهوريت د بې بنظير بھټو لاس ليك هم شته ۔ هغه د جمعې په ورځ د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لارې كولو په اړهد سماعت نه پس سپريم كورټ نه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقی وزیر ووزئيل عمران خان يو داسے لارښود دے كوم چې هېواد كښې د بنيادي اصلاحات د لارې جمهوريت او پارليمنټ مضبوطولو سره دا د اولس د هيلو ترجمان جوړول غواړي۔ كله چې سېنېټرز په سپېځلي ډول د اېم پي اېز په ووټو پارليمان ته راشي نو هغه به د هېواد او صوبې خذمت وكړي۔ ده ووئېل زمونږ بنيادي مقصد دا دے چې د سېنېټ ټاكنو كښې د پارټۍ نامزد كړي كانديد ته ووټونه وركړې شي۔ ده ووئيل په سپريم كورټ كښې دا وخت هم په قانوني بحث كښې زمونږ دريځ دا دے چې متناسب نمائندګي كه هغه د پارټۍ په صورت وي يا د الائنس په صورت د دې برخه د شمېرې له مخې وي۔ هغه ووئيل بلاول بھټو تېره ورځ وئيلي وو چې زه هم دې اړخ ته رجحان لرم۔ د دوي پارټۍ او مسلم ليګ (ن) ميثاق جمهوريت كښې وړاندې دا خبره كړې وه چې د سېنېټ ټاكنې به سپېځلتيا سره د اوپن بېلټ د لارې كولې شي۔ ده ووئيل بنيادي مقصد هېواد نه د پېسې سياست ختمول دي۔ وزيراعظم عمران خان په دې لړ كښې ګامونه پورته كوي۔ د اطلاعات وزير ووئيل مونږ په اقتدار كښې يؤ خو بيا هم يو داسې چاپېرچل جوړول غواړؤ كوم كښې چې ټول عمري له د پېسې سياست ختم شي۔ د دې بدلون نه غېر د سېنېټ ټاكنو يا ټول ټاكنو كښې د اهليت په بنياد خلق نه شي رامخې ته كېدے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زمونږ نيت او هڅه دا ده چې ټاكنې سپېځلې شي۔ ټول اولس ليدلي چې پي ټي آئي د كال 2018ﺀ ټاكنو نه وروستو ضمير خرڅونكي د اسمبلۍ 20 غړي د پارټۍ نه ويستلي وو۔ كوم بل لارښود داسې شته چې هغه دا ډول ګام پورته كړے وي؟ده ووئيل عمران خان د كال 2013ﺀ نه د ټاكنو اصلاحات خبره كوي۔ د كال 2018 نه وروستو عملي اقدامات زيات تند كړے شوي۔ ده ووئيل د اسلام آباد نه د حفيظ شېخ په شمول د پي ټي آئي ټول كانديدان به كامياب شي۔ مونږ سره د ووټونو شمېره پوره ده۔ ده ووئيل ضمني ټاكنو كښې رامخې ته كېدونكې نتيجې به په پراخه زړه تسليموؤ۔ وفاقي وزير ووئيل اپوزيشن پرله پسې اېن آر او غواړي خو عمران خان به په هېڅ صورت دوي له اېن آر او ورنه كړي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں