د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 1160 كېسونه رامخې ته شول٬16 نور رنځوران مړه شول ٬ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر

image

اسلام آباد۔22 فروري (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال د وائرس 1160 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 16 نور رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 32 زره 313 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 5 لکه 35 زره 491 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړو وېنټی لېټرز د كورونا 247رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 24 زره 226 او د ځپليو 5 لکه 72 زره 334 ته رسېدلې ۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه12 زره 617 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه د كورونا وائرس 87 لکه 18 زره 555 ټېسټونه شوي او د كورونا درملنو له خاص كړو د هېواد 631 روغتونونو كښې د 2034 رنځوران داخل دي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں