فارن فنډنګ كېس- مونږ بشپړ ځواب جمع كړے ۔ د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سليم

image

اسلام آباد۔27 جنوری(اے پی پی) د سېنېټ ډپتي چيئرمېن سليم مانډوي والا وئيلي د فارن فنډنګ كېس په اړه مونږ خپل ځواب جمع كړے۔ پاکستان پیپلز پارټۍ وئيلي دي مونږ كوم فارن فنډنګ نه دے اغستے۔ د شورؤ په ورځ د ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې هغه ووئيل پاتي پارټۍ دې خپل حساب الېكش كمېشن كښې جمع كړي او پرېكره دې واوروي۔ سلیم مانډوی والا ووئيل د خبريالانو اړوند بل نه دے مسترد شوے۔ كمېټۍ ته لېږلے شوے ۔ د سېنېټ هر يو غړے د دې بل منظوري غواړي۔ هغه ووئيل ما كله هم دا نه دي وئيلې چې د نېب چيئرمېن دې د كرپشن په ضد كارروائي نه كوي ولې دومره ده چې بزنس كوؤنكي بايد تنګ نه كړے شي۔

مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں