اسلام آباد 08 مارچ(اے پی پی) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد د اسلام آباد سېكټر جي – 13 كښی په پوليس د ډزو پیښې نوټس اخستو سره د اسلام آباد انسپكټر جنرل نه تفصيلات غوښتي دي۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې داخله وزير د ډزو پېښه كښې د ككړو كسانو زر تر زره د نيولو امر كړے۔ هغه پېښه كښې د پوليس كانسټېبل قاسم قيمتي ځان په زيان د غم دړد څرګندونه هم وكړه۔ داخله وزير امر وكړو چې د دواړو ژوبل اهلكارو ژوند بچ كولو له هغوي له ټولې طبي آسانۍ وركړئ۔ هغه ووئيل مجرمان به د قانون نه بچ نشي او هغوي به ډېر زور ونيولې شي۔ دا خبره دې ياده وي وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د پېښې پلټنيو او آپرېشن په خپله څارنه كوي۔ بلخوا آپرېنش ډي آئي جي افضال كوثر د پېښی ځاے معائنه كړې ده ۔