اسلام آباد۔4اپرېل (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په ګرده نړۍ او په خاص توګه پاكستان كښې ژوند كوؤنكې مسيحي ورورولۍ ته د ايسټر مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان لپاره د مسيحي ورورولۍ قربانۍ او خذمات د ستائنې وړ دي۔ هغه زياته كړه چې د اقليتونو حقونو تحفظ زمونږ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔