افغانستان كښې د انساني بحران لاره نيولو له د پاکستان، او آئي سي او د اسلامي پرمختيائي بېنك ستړې د ستائنې وړ دي۔ د تركيه خارجه وزير

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د ترکيه خارجه وزير ميولود چاوش اولو په افغانستان كښې د كومې هم الميې او بحران لاره نيولو لپاره د بشپړه هڅو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي چې د اسلامي مرستې تنظيم له به په دې لړ كښې د لارښودنې كردار لوبولو سره نړيواله ورورولي فعاله كردار ادا كولو لپاره آماده كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د 17م غېر معمولي كنفرنس ته د اسياء ګروپ لخوا خپله وېنا كښې وكړه ۔ د پاكستان په پارلمان كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كنفرنس كوربتوب پاكستان كوي چې پكښې د افغانستان په صورتحال غور وكړې شي۔ د خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې د وزيراعظم عمران خان، خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي، د او آئي سي عمومي سېكتر او د او آئي سي غړو هېوادونو خارجه وزيران٬ استازي او د مبصرينو نه علاوه د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو تنظيمونو٬ نړيوال مالياتي ادارو٬ پي فائيو٬ اروپائي ائتلاف او د نورو ادارفو نمائندګان هم ګډون كوي۔ د تركيه خارجه وزير د كنفرنس په كولو كولو د پاكستان او سعودي عرب مننه كولو سره ووئيل مونږ افغان اولس سره د يوالي څرګندونه كوٶ څوك چې دا مهال ستونزمنې وضعې سره مخ دي۔ ده ووئيل د افغانستان 23 مېلينه اولس لوږې سره مخ دي ٬ د ترکيه خارجه وزير په افغانستان كښې د انساني بحران مخنيوي لپاره د پاكستان، او آئي سي او د اسلامي پرمختيائي بېنك د هڅو او كردار ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل د افغانستان صورتحال ښه كولو لپاره شريك اقدامات ضروري دي۔ ده په دې خبره زور راوړٶ چې او آئي سي له يو اېن اېچ سي آر او نورو ادارو سره په ګډه كار كول پكار دې۔ ده ووئيل د افغانستان په اوسنۍ وضعه كښې طالبانو سره هم كار كولو ته اړتيا ده۔ ده د افغانستان وضعه ښه كولو كښې د پاکستان، ازبکستان، انډونيزيا او نورو اسيائي هېوادونو د مثبت كردار ستائنه وكړه٬ دا خبره د ذكر وړ ده چې دا کنفرنس كول د پاکستان د ھغه ستړو برخه ده چې مقصد ئې د افغانستان موجودہ صورتحال پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول دي دغسې چې د اوږد جنګ او كورنۍ جګړې څخه ځپلې شوې هېواد كښې د انساني بحران لاره ونيولې شي۔ د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو په اسلام آباد كښې د غونډې مقصد د اسلامي نړۍ لخوا افغان اولس سره د يو والي څرګندونه كول دي او په انساني بنيادونو د افغانستان مرسته كولو لپاره كوټلي اقدامات كول دي۔ د دې كنفرنس كول نړۍ ته دا باور وركول دي چې د افغانستان اوسنۍ وضعه نه يوازې يو انساني الميه رامخې ته كولې شي بلكې د دې په نتيجه كښې ټولې منطقه او نړيوال امن او سلامتيا سنګينو خطرو سره هم مخ كېدې شي۔

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں