افغانستان كښې امن او استحكقام لپاره سيمه ايزې او نړيوالې مرستې ته اړتيا ده، افغان اولس زمونږ مرستې ته سترګې په لار دي۔ د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل ته د نړيوالو مشرانو وېنا

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان په وضعه د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 17مې غونډې ته خپلې وېنا كښې نړيوالو مشرانو په افغانستان كښې امن استحكام لپاره په سيمه ايزه او نړيواله مرسته زور رواړلو سره د پاكستان لخوا د دې كافنرنس د كوربتوب هركلے كولو سره وئيلي دي چې د افغانستان معاشي صورتحال ډېر خراب دے٬ افغان اولس زمونږ مرستې ته سترګې په لار دے۔ د اتوار په ورځ پارلمان كښې د پاكستان په كوربتوب كښې د اسلامي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل 17مې غونډه پرانستې سېشن ته خپلې وېنا كښې د او آئي سي عمومي سېكتر ابراهيم حسېن طهٰ د سعودي عرب تجويز او د پاکستان په كوربتوب كښې د افغانستان په مسئله غونډه رابلل خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د او آئي سي غونډې لپاره بهترين انتظامات د ستائنې وړ دي٬ دا غٶنډه رابلل د پاکستان د افغان بحران حل لپاره د عزم پخلې دے۔ ده ووئيل مونږ د افغانستان په تندۍ سره په بدلېدونكي صورتحال نظر ساتلې دې او سيمه ايز امن او سلامتيا او پرمختګ لپاره عزم لرو۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحکام لپاره سيمه ايزې مرستې ته اړتيا ده ٬ ټول غړي هېوادونه دې خپل صلاحيتونه امن، سلامتيا او استحکام لپاره وقف كړي، او آئي سي عمرله په افغان مسئله قوي موقف خپل كړې دې، په افغانستان كښې امن منطقې لپاره اهم ضرورت دے٬ دا غونډه به د افغانستان په بابله كاميابه ثابت شي٬ افغانستان لپاره چې د انساني مرستې څومره نن حاجت دے دومره وړاندې نه ٶ۔ د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعود وئيلي دي چې د او آئي سي غونډې تابيا او په بهترين انتظاماتو پاكستان له مباركي وركوم، پاکستان په دومره لږ وخت كښې غونډه كول ممكن كړې ده په دې د پاكستان مننه كوٶ، په غونډه كښې په ګډون كولو د او آئي سي د عمومي سېكتر او نورو غړٶ مننه كوم۔ د سعودي وزير خارجه ووئيل په افغانستان كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول عام اولس ستونزو سره مخ دي، افغانستان كښې معاشي صوررتحال ډېر خراب دے، د افغانستان اولس زمونږ مرستې ته سترګې په لارې دي٬ سعودي عرب د افغانستان په مسئلو پوهېږي۔ ده ووئيل د افغانستان معاملې ته به په انساني بنيادونو كتنه كول وي٬ مونږ په افغانستان كښې د امن خواهش لرو، افغانستان كښې مالي بحران شديد شوې دې۔ ده اپيل وكړو چې نړيوالې ادارې دې د افغان اولس مرسته وكړي۔ او آئي سي لپاره د اسياء ګروپ غړو هېوادونو لخوا د تركيه خارجه وزير ميولود چاوش اولو په كنفرنس كولو د پاکستان او د سعودي عرب مننه وكړه ۔ ده ووئيل مونږ افغان اولس سره د يوالي څرګندونه كوٶ څوك چې دا مهال ستونزمن حالاتو سرته مخ دي۔ ده ووئيل د افغانستان د 23 مېليونه اولس لوږې سره مخ دي۔ د ترکيه خارجه وزير په افغانستان كښې د انساني بحران مخنيوي لپاره د پاكستان، او آئي سي او د اسلامي پرمختيائي بېنك د هڅو او كردار ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل د افغانستان صورتحال ښه كولو لپاره شريك اقدامات ضروري دي۔ ده په دې خبره زور راوړٶ چې او آئي سي له يو اېن اېچ سي آر او نورو ادارو سره په ګډه كار كول پكار دې۔ ده ووئيل د افغانستان په اوسنۍ وضعه كښې طالبانو سره هم كار كولو ته اړتيا ده۔ ده د افغانستان وضعه ښه كولو كښې د پاکستان، ازبکستان، انډونيزيا او نورو اسيائي هېوادونو د مثبت كردار ستائنه وكړه٬ دا خبره د ذكر وړ ده چې دا کنفرنس كول د پاکستان د ھغه ستړو برخه ده چې مقصد ئې د افغانستان موجودہ صورتحال پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول دي دغسې چې د اوږد جنګ او كورنۍ جګړې څخه ځپلې شوې هېواد كښې د انساني بحران لاره ونيولې شي۔ د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو په اسلام آباد كښې د غونډې مقصد د اسلامي نړۍ لخوا افغان اولس سره د يو والي څرګندونه كول دي او په انساني بنيادونو د افغانستان مرسته كولو لپاره كوټلي اقدامات كول دي۔ د دې كنفرنس كول نړۍ ته دا باور وركول دي چې د افغانستان اوسنۍ وضعه نه يوازې يو انساني الميه رامخې ته كولې شي بلكې د دې په نتيجه كښې ټولې منطقه او نړيوال امن او سلامتيا سنګينو خطرو سره هم مخ كېدې شي٬ د ريجنل عرب ګروپ لخوا د اردن خارجه وزير اېمن الصفدي خپلې وېنا كښې ووئيل د او آئي سي غونډه رابللو لپاره د پاکستان او سعودي عرب ستړې د ستائنې وړ دي، د افغانستان اولس د خوراك كمبوت سره مخ دي، افغانستان دا مهال د انساني بحران په غاړه ولاړ دے٬ د افغان اولس سلامتيا لپاره به اقدامات كول وي۔ ده ووئيل د افغانستان پرمختګ لپاره به ټولو په ګډه كار كول وي، افغان بحران منطقه متاثره كولې شي، په افغانستان كښې بحران اسلامي نړۍ لپاره چېلنج دے٬ اودن د افغانستان مرستې لپاره چمتو دے، د افغانستان مرستې لپاره اقدامات ضروري دي۔ د او آئي سي د افريقن ګروپ لخوا د نائجر خارجه وزير يوسف محمد كنفرنس ته په په وېنا كښې ووئيل د افغانستان په معامله نن غېر عمولي غونډه خوشبينه ده، په غونډه رابللو د پاكستان مننه كوٶ، د افغانستان د اولس هر ډول ممكنه مرسته كول پكار ده۔ ده ووئيل د افغان وروڼو خوېندو مرستې لپاره به هر ډول هڅې كوٶ، د افغانستان په بدلېدونكې وضعه نظر ساتو۔ اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن ډاکټر محمد سلمان الجاسر خپل وېنا كښې ووئيل نن مونږ خپل افغان وروڼو خوېندو سره يوالي لپاره راغونډ شوي يو، افغانستان نن هر ډول چېلنجونو سره مخ دے٬ د افغانستان په انساني بنيادونو مرسته كول ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل زمونږ وړومبۍ ترجيح خوراك او د تعليم لپاره مرسته كول دي، د بيا روغونې د لارې د افغانستان مستحکم كولو ته اړتيا ده٫ د افغانستان كليوالو سيمو كښې به زرعي څانګې ته سهولتونه وركوٶ، يو هېواد هم په يوازې د افغانستان مسئله نشي حل كولې۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره ډپټي عمومي سېكتر مائيکل ګرفتھ خپلې وېنا كښې ووئيل د لكونو په شمېر ماشومان په افغانستان كښې د تعليم نه محرومه دي، هلته استاذان د تنخاګانو نه محرومه دي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې به د بېنكنګ نظام بحالول وي، د افغانستان معيشت بحران سره مخ دے، د افغانستان مسئلې حل لپاره ټول راغونډ يو٬ ملګري ملتونه به په افغان مسئله د او آئي سي په هڅو كښې ملګرتيا كوي

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں