په خېبر پختونخوا كښې ن ليګ له منځه تلې٬ داد پي ټي آئي قلعه وه او وي به٬ ډاكټر شهباز ګل

image

اسلام آباد۔21دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې په خېبر پختونخوا كښې مسلم ليګ ن له منځه تلې او دا د پي ټي آئي قلعه وه او وي به۔ د نهې په ورځ د احسن اقبال په بيا خپل غبرګون كښې هغه ووئيل چې د نااهل ليګ هيلې د ځائي حكومت ټاكنو نه تاوېږي٬ د تېرو 8 كلونو څخه پي ټي آئي په خېبر پختونخوا كښې تر ټولو مقبول ګوند پاتې شوې دې ٬ هغه ووئيل نون ليګ په خېبر پختونخوا كښې ختم شوې ٬ نااهل ليګ يوازې د پنجاب د يو څو حلقو ګوند دے۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل د خېبر پختونخوا بلدياتي ټاكنو اولني پړاؤ په ناكامۍ خوشحالي كوؤنكي به سبا زمونږ په فتح اوښكې بيونكې ليدلې شي۔ هغه ووئيل خېبرپختونخوا د پی ټی آئی قلعه وه او وي به۔ هغه زياته كړه چې وزيراعظم عمران خان د پاكستاني اولس يوازينې اميد دے

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں