د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت او د دې د ذيلي ادارو تر سيوري لاندې د قائد ورځې په لړ كښې لائټ شو وشوه، په شو كښې د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري هم ګډون وكړو

image
APP62-251221 ISLAMABAD: December 25 – Secretary Information and Broadcasting, Shahera Shahid talking to media on the occasion of light show celebrating the 145th birth anniversary of Quaid-e-Azam Muhammad Ali Jinnah organized by Ministry of Information and Broadcasting at Parliament House. APP

اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت او د دې د ذيلي ادارو تر سيوري لاندې د قائد ورځې په لړ كښې لائټ شو وشوه، په شو كښې د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري، د اطلاعاتو سېكرټري شاهيره شاهد او د اطلاعاتو د وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په دستوره كښې د قائداعظم د پېغامات لګول شوي وو، د پارلمان پشمول په نورو ودانيو هم رڼاګانې جوړې كړې شوې وې او په لويه شمېره خلق راغلي وو. په لائټ شو كښې د آتش بازې مظاهره وشوه. دستورې ته په خپله وېنا كښې د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري ووئيل چې پاكستان د نړۍ هغه يواځنې هېواد دے كوم چې د اسلام په نوم جوړ شوے. ده ووئيل چې په هېواد كښې اوسېدونكي ټول وګړي يو ډول حقوق لري. ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح مونږ ته يو داسې هېواد راكړے چرته چې مونږ د اسلام په بنيادي اصولو عمل كولو سره ژوند تېرولې شو. ده ووئيل چې نن وزيراعظم عمران خان د هغه پاكستان هڅې كوي د كوم خوب چې قائداعظم محمد علي جناح ليدلې و. ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د قائد ورځې مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه وكړه چې قوم به د اتحاد، ايمان او تنظيم بنيادي اصول خپل كړي.

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں