د اقتصادي سفارت کارۍ كاميابۍ لپاره به مونږ له ټولې هلې ځلې پكار راوستل وي،د هېواد صادرات زياتولو له نوو اقداماتو ته اړتيا ده۔ مخدوم شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د اقتصادي سفارت کارۍ كاميابۍ لپاره به مونږ له ټولې هلې ځلې پكار راوستل وي،د هېواد صادرات زياتولو له نوو اقداماتو ته اړتيا ده٬ د روشن ډيجيټل اکاؤنټ اقدام له مخئ 175 هېوادونو څخه په بېنك كهاتو كښې 2.9 اربه ډالره نه زياتې جمع شوي ۔ د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې د اقتصادي سفارتكارۍ پحقله د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل زه په دې خبره ډېر خوشحاله شوے يم چې اقتصادي سفارت كارۍ پلو پام زياتېږي۔ په غونډه كښې اسپېشل خارجه سېكرټري رضا بشير تارړ، په بېلا بېلو هېوادونو كښې د پاكستان سفيريانو پشمول د خارجه وزارت لوړ پوړو ٬ د پاكستان مستقل استازي منير اکرم، په امريکا كښې د پاکستان سفير اسد مجيد ، په ترکيه كښئ د پاکستان سفير سائرس سجاد قاضي، په آسټريا كښږې د پاکستان سفير آفتاب احمد کھوکھر، په ايران كښې د پاکستان سفير رحيم حيات قرېشي ،روس كښې د پاکستان سفير شفقت علي خان، نېدرلېنډ كښې د پاکستان سفير سلجوك مستنصر تارړ، په جنيوا كښې د پاکستان مستقل مندوب خليل هاشمي ګډون كولو۔ ده ووئيل معاشي ترقي، قامي سلامتي سره تړلې ده٬ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاکستان د جغرافيائي سياست څخه جيو اکنامکس پلو پام ګرځولے ٬ د سفير په توګه ستاسو كردار د اهميت وړ دے او دا يوه لويه ذمه واري ده۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د خارجه وزارتِ لخوا په اقتصادي سفارت كارۍ د سفيرانو دوه كنفرنسونه شوي۔ ده ووئيل زمونږ سټاك ايکسچينج د اسياء د غوره كاركردګۍ څرګندونه كونكے ماركيټ ګرځولے شوے٬ زمونږ د كاروباري اعتماد درجه بندۍ كښې د 59 پوائنټس اضافه شوې ۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل اقتصادي سفارت کاري د درآمدات او برآمدات نه ډېر زيات پراخه تصور لرلي ٬ په دې كښې ھغه ټول اقدامات شامل دي كوم چې د هېواد معيشت كښې بهترۍ لپاره مرستياله ګړځېدے شي، ده ووئېل په دې هلو ځلو كښې تجارت٬ سرمايه كاري او سېلګرۍ ته وده وركول٬ بهر هېوادونو كښې روزګار راپېدا كول، ترسيلات زر زياتول او د ټېكناكوجۍ په منتقلۍ كښې سهولت وركول شامل دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ له د سباٶن صعنتونو ته پام لرنه پكار ده ٬ مونږ له به كتل وي چې زمونږ مشنز څنګه پاكستان په مصنوعي ذهانت، الېکټرك وهيکلز ټرانسپورټيشن، او د انفارميشن ټيکنالوجۍ پحقله فعاله كردار لوبولے شي۔ ده ووئيل مونږ له د مذهبي سېلګرۍ پشمول د سېل ټولو اړخونو ته په فعاله ډول وده وركولو ته اړتيا ده٬ مونږ له پخپل اقتصادي سفارت کارۍ په جارحانه ډول كار كولو ته حاجت دے ۔ دغسې په دې بېلا بېلو هېوادونو كښې د پاكستان سفيرانو د اقتصادي سفارتكارۍ پحقله تر اوسه د شوو هلو ځلو نه خارجه وزير خبر كړو

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں