د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري سره د علامه حميد شهرياري په مشرۍ كښې د ايران پلاوي وليدل

image

اسلام آباد 28دسمبر(اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري سره د نهې په ورځ د مذهبي چارو په وزارت كښې د اسلامي مكاتب فكر قربت نړيوال فورم”مشر علامه حميد شهرياري په مشرۍ كښې د ايران پلاوي ليدلې دي۔په پلاوي كښې د ايران سفير سيد محمد علي حسيني٬اهلسنت عالم دين او د ايران اسمبلۍ پروفېسر مولوي نذير احمد٬د ايران كلتور كونسلر احسن خزاعي شامل وو۔پير نور الحق قادري د ايران پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د علماﺀ وجود تل د خير او بركت سبب وي٬پاكستان ايران سره ديني٬كلتوري٬تاريخي٬د زړه او روح رشته لري ٬زمونږ ماخذ او مراجع قرآن او سنت دے٬د همږۍ يوازنۍ لار مكالمه او د نورو په خبره پوهېدل دي۔وفاقي وزير ووئيل په كشمير د هند د جبر په ضد تركيې او ايران ښكاره دريځ خپل كړے ۔پاكستان٬ايران٬تاجكستان او افغانستان نزدې كېدو لپاره فارسۍ ژبې ته وده وركول دي۔د ايران د نړيوال فورم مشر علامه حميد شهرياري ووئېل مونږ له لويې شخړې ختمول او معمولي شخړې كمول پكار دي۔ده ووئيل تر ټولو وړومبے ايران پاكستان تسليم كړے٬په هر سخت وخت كښې د خپلو پاكستانو وروڼو سره ولاړ پاتي دے۔ هغه ووئېل اسلامي نړۍ د نړيوالو طاقتونو د جنګ مېدان ګړځېدلې٬مونږ د ډېرې مودې راهسې د فلسطين او كشمير غوندې مسئلو كښې راګير كړے شوې يو۔د ايران سفير ووئېل د لاهور٬كراچۍ څخه د مشهد نيغ په نيغه پروازونه به د يكم جنورۍ څخه پېل شي٬د مشهد او نجف ترمينځه د د پروازونو كوډ شيئرنګ لپاره د پي آئي اے چيئرمېن سره ملاقات كوو۔د دواړو هېوادونو ترمينځه پد مذهبي او روايتي سېلګرۍ په وده كار كوو٬ هغه ووئېل د فارسي ژبې ترويج لپاره د مذهبي چارو وفاقي وزير د خيالاتو هركلے كوو٬د پاك ايران كلتوري لوظ نامې له مخې به د زده كونكو او استاذانو په تبادله كار كولې شي۔د ايران په قونصل دفتر كښې به پاكستانو سوداګرو ته د ويزې په جاري كولو كښې اسانۍ وركولې شي

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں