اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي پاکستان چين سره تاريخي اړيكې لري ٬ روسيه سره دوه اړخيزه اړيكې پرله پسې ښه كېږي٬ پاکستان امريکې سره ښې اړيكې غواړي٬ امريكې مثبت بيان وركړې چې مونږ ئې هركلې كوٶ، د نون ليګ او پيپلز پارټۍ د مشرانو ترمېنځه ملاقات بچ بچاٶ لپاره دې٬ زمونږ په نزد دا ملاقاتونه هېڅ اهميت نه لري، د دوي د ملاقاتونو نه دا پېغام رامخې ته شوې چې نون ليګ سندھ او پيپلز پارټۍ پنجاب څخه لا تعلق كېدو ته سلا شوې۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د چين دورہ د توقعاتو نه زياته كاميابه وه٬ د چين صدر سره د وزيراعظم تفصيلي ملاقات شوې٬ د دواړو مشرانو ترمېنځه د ستراتېژك معاملو پشمول د سي پېك اوپه سيمه ايز امنيت بشپړه خبرې شوې دي۔۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د اتوار په ورځ د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات شوې او په ورځپاڼو كښې د وړاندې نه خبر خپور شوې، د دې نه اندازه لګي چې دا څومره ناوړه خبرونه دي٬ دا ھغه كسان دي چې د بل خبرې كيو٬ دوي ته د پاكستان مفاد عزيز نه دي٬ چا ته چې د پاكستان مفاد عزيز وي ھغوي به كله هم مبهم خبره نه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چين ته تګ نه وړاندې زما بيان موجود دې٬ ما وئيلي ٶ چې لغو او بې توكه خبرې كېږي، مونږ د چين څخه درې بېليونه ډالره غوښتې دي او نه مو ورسره تذكره كړې ده٬ د وزيراعظم عمران خان د چين قيادت سره د ستراتېژك لېول خبرې شوې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چين ښه پوهه دې چې كوم قوتونه دخل اندازې كوي او ھغوي دا هم علم لري چې د داسو د بريد په شا څوك ٶ، ھغه ټول نيولې شوې دي او انصاف سره به مخ كولې شي۔ د وزيراعظم د روسيه دورې پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان روسيه سره دوه آړخيزه اړيكې لري٬ او زمونږ مراسم پرله پسې ښه كېږي٫ د امريكې د اوسني بيان پحقله ده ووئيل امريكي مثبت بيان وركړې دې مونږ ئې هركلې كوٶ، امريكې زياته موده پس پاكستان خپل ستراتېژك پارنټر بللې كوم چې خوشبينه دے ، د دې نه علاوه امريكې سردار مسعود خان د پاكستان سفير په حېث قبول كړې دا هم ښه پېشرفت دے