د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د نړيوال بېنك نائب صدر ويګن شيفر سره ملاقات

image

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د خالي په ورځ په واشنګټن كښې د نړيوال بېنك نائب صدر ويګن شيفر سره ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان او نړيوال بېنك ترمينځه د اشتراك جاج اخستلے شوے۔د خزانې وزير د پاكستان اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې د نړيوال بېنك كردار او معاونت ستائېلے ۔وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښې دا مهال د نړيوال بېنك معاونت سره په ځينو پروژو كار روان دے۔د نړيوال بېنك صدر د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د نړيوال بېنك معاونت او د مرستې د عزم پخلے وكړو۔وزيرمملكت عائشه غوث پاشا د خزانې سېكرټري حميد يعقوب شېخ هم په دې موقع موجود وو۔د خزانې وزيرې د دې نه پس د نړيوال مالياتي فنډ ډپټي منيجنګ ډائرېكټر انتونيت سائخ سره هم وليدل٬په ملاقات كښې د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه د چارو جاج واخستلے شو

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں