کوئټه 23 اپريل (اے پي پي) وزيرِاعظم شهباز شريف وئيلي دي مونږ له به د تير وخت د غلطو څخه زدكړه كول وي، د بلوچستان په وسائلو وړومبے حق د بلوڅو دے،په صوبه كښې د اوبو مسئله به اول حل كولې شي، بايد ټولې صوبې يو ډول پرمختګ وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د بلوچستان څخه د پارلماني غړو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع وفاقي وزيران احسن اقبال، مولانا اسعد محمود، مولانا واسع، نوابزاده شاه زين بګټي، اسرار ترين، د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر جان محمد جمالي، د بلوچستان وزيرِاعلي مير عبدالقدوس بزنجو ،صوبائي وزيران او د صوبائي اسمبلۍ غړي هم موجود وؤ۔ وزيراعظم ووئيل د خپل لوظ له مخې د حكومت جوړيدو په دوه اوونيو كښې زه ستاسو په خذمت كښې حاضر شوے يم ، لوي څښتن بلوچستان له ګڼ قدرتي وسائل وركړي۔ده ووئيل مونږ له به د تير وخت د غلطو څخه زدكړه كول وي،د بلوچستان په وسائلو وړومبے حق د بلوڅو دے،كله چې په پنجاب كښې زمونږ حكومت ؤ نو مونږ اين ايف سي كښې بلوچستان لپاره 11 اربه روپۍ د پنجاب په برخه كښې وركړې وې ۔ده ووئيل يو هېواد د يوې كورنۍ په شان وي، بايد په ټولو صوبو كښې يو ډول پرمختګ راشي ، تاريخ ګواه دے ، د بلوچستان وګړو د هېواد لپاره لوئې قربانۍ وركړي۔ده ووئيل بلوچستان كښې به د اوبو مسئله په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان پرمختګ لپاره به ما له ستاسو مرستې ته اړتيا وي، مونږ ټول به په ګډه د بلوچستان پرمختګ باوري كوو