لاهور 24 اپرېل (اے پي پي) د امريكائي كانګرېس مسلمانې غړې الهان عمر وئيلي دي چې په اوسنيو حالاتو كښې د كشمير د مسئلې د وړاندې نه زيات او په بشپړه توګه د وړاندې كولو ضرورت دے.، د هندي پوځ په بربريت كښې د ځپل شويو په تكليف كتلو ډېره خفه شوے يم،په كانګرېس كښې مسئله پورته كول د وړاندې ډېر ضروري شوي دي، په آزاد جمو و كشمير كښې د هندي پوځ د لاسه د ژوبل شويو د عيادت په مهال مې چې د كومو پېښو په اړه اورېدلي دي، هغه زما د ژوند تراخه تجربه ده، د دې انسانيت سوز ظلمونو په ضد او بشري حقونو لپاره غږ پورته كول زما وړومبې ذمه واري ده، سمندر پورې پاكستانيان د امريكې په پرمختګ كښې يو لوي كردار لري كوم چې د هېرولو نه دے. هغې دا خبرې په يو ځائي هوټل كښې اے پي پي سره په خاص خبرو كښې وكړې. د يادونې وړ ده چې د امريكائي كانګرېس مسلمانه غړې الهان عمر د حكومت په بلنه په څلور ورځنې دوره پاكستان ته راغلې ده، هغې د خپلې دورې په مهال د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوي، وزيراعظم محمد شهباز شريف، وفاقي وزيرانو او نورو سياسي مشرانو سره ملاقاتونه كړي دي. الهان عمر په آزاد كشمير كښې د كنټرول لائن او د والډ سټي لاهور دوره هم وكړه. الهان عمر ووئيل چې هغې د آزاد كشمير د دورې په مهال د هندي پوځ د لاسه د ژوبل شويو عيادت كړے او هغې د هندي ظلمونو د داستان اورېدو موقع په لاس راغلې په كومو چې ډېره خفه شوې يم. هغې ووئيل چې وړاندې مې يوازې د دې ظلمونو په اړه اورېدلي وو خو اوس مې په اول ځل د كنټرول لائن دورې په مهال د هند لخوا دا خلاف ورزې په خپله ولېدلې. هغې ووئيل چې وړاندې مې هم په كشمير او فلسطين كښې په كېدونكو ظلمونو په كانګرېس كښې غږ پورته كړے، اوس به ئې د وړاندې په نسبت زيات او په بشپړ ډول د دې ظلمونو په ضد غږ پورته كوم.