اسلام آباد 11فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې شريفې كورنۍ عجيبه فراډ کړې، د هغې په ضد د مني لانډرنګ په مقدمه كښې په 18 فرورۍ به فرد جرم ولګولې شي او باقاعده ټرائل به پيل شي،د دې مقدمې نيغ په نيغه ښودلو اجازه دې وركړې شي۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير قوم له مبارکي وركړه چې اوږدو پلټنو نه پس په 18 فروري شهباز شريف، حمزه شهباز او د نورو ملزمانو په ضد د مني لانډرنګ په کيس كښې به فرد جرم ولګولې شي او باقاعده ټرائل به پيل شي۔ده ووئيل مقصود د شهباز شريف په ملز كښې چپړاسي ؤ ، د هغه تنخا 25 زره روپۍ وه ، د هغه په نامه اکاؤنټ پرانستلې شوې او 4 اربه روپۍ د هغه د اکاؤنټ څخه د شريفې كورنۍ اکاؤنټس ته ټرانسفر شوې ۔ وفاقي وزير اطلاعات وئويل دغسې نور هم عجيبه فراډ د شهباز شريف د دې مقدمې برخه ده۔ده استدعا وكړه چې د مقدمې نيغ په نيغه ښودلو اجازه دې وركړې شي۔