د افغانستان په وضعه د او آئي سي د خارجه كونسل د 17مې غونډې خاص نكات

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان په وضعه د او آئي سي د خارجه كونسل په 17مه غونډه كښې د 70 نه د زيات هېوادونو استازو ګډون وكړو۔
وزيراعظم عمران خان غونډې ته 15 دقيقې كليدي وېنا كړې.
وزيراعظم عمران خان او د تركيه وزير خارجه في البديهه خطاب كړے۔
د وزيراعظم عمران خان د وېنا په مهال په ايوان كښې بشپړه خاموشي وه۔
وزيراعظم د وېنا په مهال نړيواله ورورولي د افغانستان كلتور پحقله مثالونه وړاندې كولو سره ګډون كوٶنكي پوهه كړل۔
وزيراعظم د کشمير او فلسطين د شخړو هواري لپاره د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كولو لپاره د او آئي سي د كردار لوبولو په ضرورت زور رواړو۔
وزيراعظم واضح كړه چې نړۍ كښې كه پرمختللي هېوادونه د ګډوالو مسئلو سره مخ كېدې شي نو زمونږ غوندې پرمختګ كوٶنكي هېوادونه خو به زياتولو ستونزو سره مخ وي۔
وزيراعظم ووئيل كوم واكداران چې خپلو سركاري ملازمانو له تنخاګانې نشي وركولې ھغه هېواد مستحكم نشي پاتې كېدې۔
وزيراعظم د غونډې ګډون كوٶنكو ته ووئيل د افغان بحران هواري لپاره جامع تګلاره دې وضع كړې شي
وزيراعظم د اسلامو فوبيا د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي لپاره د اسلامي نړۍ لخوا اقدامات او دې مقصد لپاره پاکستان كښې د جوړې كړې شوې رحمت للعالمين اتھارټۍ په كردار رڼا واچوله۔
وزيراعظم د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل ته خپله وېنا كښې ګډون كوٶنكو ته ووئيل په كال 1980 كښې د دې وړومبۍ غونډه هم په پاكستان كښې شوې وه او ھغه هم د افغانستان پحقله وه۔
وزيراعظم ووئيل افغانستان چې د څلوېښت كالو راهسې څومره ستونزو او مشكلاتو سره مخ دې شاېد چې يو هېواد هم دومره تكليف نه وي پورته كړې۔
ده په افغانستان كښې د بشري او مېرمنو حقونو حساسيت هم رامخې ته كړو
د وزيراعظم د وېنا په پائې كښې ګډون كوٶنكو وزيراعظم له داد وركړو۔
په سټېج د وزيراعظم عمرا ن خان نه علاوه د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طهٰ، د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن او د پاکستان خارجه وزير ناست وو
په سټېج د او آئي سي د غړو هېوادونو بېرغونه هسك وو۔
د ملېمنو په ګېلرۍ كښې په لويه شمېره پارلماني غړي او د غېر ملكي سفيرانو پشمول مېلمانه ناست وو۔
د پرانستې غونډې كوريچ لپاره ملكي او غېر ملكي خبريالانو لپاره خاص كارډز جاري كړې شوې وو۔
د افتتاحي سېشن پېل او اختتام خارجه وزير شاه محمود قريشي باقاعده اعلان كولو سره وكړو۔
د غونډې په مهال د كرونا اېس او پيز خيال ساتلو سره ګډون كوٶنكو ماسك استعمال كړو۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں