د منطقې امن او خوشحالي د پاكستان مشن دے۔نويد شريف

image

لاهور 20دسمبر(اے پی پی)د پاكستان تحريك انصاف د منسټري آف اورسيز اېډوائزر نويد شريف وئېلي دي چې د منطقې امن او خوشحالي د پاكستان مشن دے٬افغان اولس مرستې ته سترګې په لاره دې٬ په افغانستان كښې امن د ټولې نړۍ په خاص توګه او په خاص توګه په پاكستان كښې د امن ضمانت وركوي ٬ اوس وخت راغلې چې ټوله نړۍ دې په افغانستان كښې امن په ځاې كولو له خپل كردار ترسره كړي۔په خپل يو جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې د او آئي سي غېر معمولي غونډه كول په منطقه كښې د امن او په افغانستان كښې د پېدا شوي بحران خاتمې لپاره مثبت اقدام دے۔ده ووئيل چې افغانستان دا مهال بشري بحران سره مخ دے٬د غونډې مقصد د افغانستان په اړه تر نړۍ دا غږ رسول دي چې افغانستان دا مهال نړيوالې مرستې ته اړتيا لري۔ ده ووئيل چې پاكستان د 40 كلونو راهيسې د افغان كډوالو بوج پورته وي٬د افغانستان لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي٬ده ووئيلد اسلامي هېوادونو مشرانو بشپړه ګډون كول د پاكستان په خارجه پالېسۍ د باور څرګندونه ده۔ده زياته كړه چې غونډې له د ښه انتظاماتو په كولو خارجه وزارت د مباركۍ مستحق دې

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں