حضرو 20 دسمبر (اے پي پي) موسمياتي بدلون لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال ملك امین اسلم وئيلي دي چې د پاکستان د وزیراعظم لخوا د 57 اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو د غونډې كوربتوب قام لپاره لوے اعزاز دے۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د دې خارجه وزيرانو پاكستان ته 41 كاله پس غونډې لپاره د رابللو نه ثابته شوې چې عمران خان نه يوازې د پاكستان بلكې د اسلامي نړۍ هم يو مقبول ترين لېډر دے څوك چې د اسلامي نړۍ د مسئلو حل لپاره د مسلمانانو مشتركه پلېټ فارم څخه هڅې كول غواړي٬ د دوي په دې وروستيو كښې تقرير د اسلامي هېوادونو د اولس د زړه غږ ٶ۔ ده ووئيل وزیراعظم افغانستان اولس ته د رامخې ته ستونزو ازالې لپاره اسلامي نړۍ په مشتركه لائحه خپلولو راضي كولو سره د نړۍ نورو قوتونو ته د باور وركولو هڅه كړې ده چې كه ځائي اولس په دې ستونزمن وضعه كښې يوازې پرېښودې شو نو د كروړونو په شمېر اولس به لا ستونزو سره مخ دي چې ورسره به نه يوازې افغانستان بلكې ګاٶنډي هېوادونه او د نړۍ نور هېوادونه هم متاثره شي٬ دې لپاره د افغان اولس مرستې له به نړۍ له خپل كردار په خاص توګه ادا كول وي