اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزير او د پاكستان تحريك انصاف مركزي عمومي سېكتر اسد عمر وئيلي دي پاكستان تحريك انصاف د وفاق تر ټولو مقبول او فعاله سياسي قوت دے٬ دروغ او جعلسازي د سياسي وسلې په توګه د كارؤنكو مقابله به د حقيقي اولسي مقبوليت د لارې كوؤ۔ د ګل په ورځ د پي ټي آئي مركزي ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د مركزي عمومي سېكتر په حېث د پاكستان تحريك انصاف مركزي سېكرټرېټ دوره وكړه۔ هغه د پاکستان تحریک انصاف د مرکزی او صوبائی لارښودو د يوې مهمې غونډې مشري هم وكړه۔ په غونډه كښې د دفاع وزير او د پي ټي آئي خيبر پښتونخوا صدر پرويز خټك ٬ د سمندري چارو وفاقي وزير او د پي ټي آئي سندھ صدر علي حيدر زيدي، د تعليم وفاقي وزير او د پي ټي آئي پنجاب صدر شفقت محمود او د صنعت او پيداوار وزير او د سوئيلي پنجاب پي ټي آئي صدر مخدوم خسرو بختيار ګډون كولو٬ د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر او د پي ټي آئي بلوچستان صدر قاسم خان سوري هم غونډه كښې خپل ګډون باوري كړو۔ په غونډه كښې د پاكستان تحريك انصاف تنظيم نو او د آئين سازۍ په اړوندو او نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ مركزي عمموي سېكتر اسد عمر ووئيل پاكستان تحريك انصاف د وفاق تر ټولو مقبول او فعاله سياسي قوت دے٬ د تحريك انصاف كاركنان غېر معمولي سياسي شعور او د قومي تعمير جذبه لري٬ د مركز څخه به په هره كچه ګوند منظم او كاركنان متحرك كوؤ۔ هغه ووئيل دروغ او جعلسازي د سياسي هتھيار په توګه د كارؤنكو مقابله به د حقيقي اولسي مقبوليت د لارې كوؤ٬ هغه زياته كړه چې د سياسي ټګانو ټولې غلط فهمۍ به لرې كړو۔