مارکيټ كښې د هنرمند ګرېجوېټس طلب ترسره كولو لپاره په آئي ټي او انجينئرنګ كښې د داخلو شرح زياتولو ته اړتيا ده۔ صدر ډاکټر عارف علوي

image

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي په پوهنتونونو كښې په خاص توګه د آئي ټي او انجينئرنګ په څانګو كښې د داخلو شرح زياتولو لپاره هڅې ګړندۍ كولو ته ضرورت دے دغسې چې د مارکيټ د هنرمند ګرېجوېټس طلب ترسره كړے شي٬ سيمه ايز هېوادونه د پاکستان په مقابل كښې د پوهنتونونو د ګرېجوېټس زياته شمېره پېدا كوي او زمونږ پوهنتونونو له په هېواد كښې بيچلرز او د ماسټرز ګريجويټس شمېره زياتولو لپاره آن لائن او فاصلاتي تعليم ته پاملرنه پكار ده۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د وفاقي چارټرډ يونيورسټي او د ډګرۍ وركوٶنكو ادارو وائس چانسلرز/ريکټرز په غونډه كښې وكړه۔ په دې موقع د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، د اېچ اي سي اېګزيکټيو ډائريکټره ډاکټر شائسته سهېل، د بېلا بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز او رېكټرز په غونډه كښې ګډون وكړو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې صدر مملکت په يونيورسټو زور رواړو چې ھغوي په پاکستان كښې د روزګار شرح زياتولو لپاره د اکيډميا او او د صنعت روابطو ته وده وركولو سره خپل زده كوٶنكي د ماركيټ ضرورت له مخې هنر مند كړي ۔ صدر په مناسب ډول د ډيزائن كے شوو آن لائن كورسز او د موادو ترسيل او تشخيص ښه كولو تګلارو د لارې د ورچوئل تعليم معيار ښه كولو لپاره په كوټلو هلو ځلو هم زور رواړو۔ په دې موقع وفاقي وزير شفقت محمود هم غونډې ته وېنا وكړ

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں