اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان د سنګجانی تاپسوال 10 كلوميټر سړك د بحالۍ او د رغونې پرانسته كړې٬د سړك د بحالۍ او رغونې د 7 كروړه روپو د مصرف اندازه لګولې شوې كوم به چې 12 مياشتو كښې بشپړولې شي۔په دې موقع اولسي غونډې وشوه كومې ته چې د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان٬اېم اېن اے منصور حيات خان او اېم پي اے عمار صديق خان هم وېنا وكړه۔وفاقي وزير ووئيل زما خواهش دے چې د رنګ روډ پروژې د بنياد تيګه په دې سيمه كښې كېښودلې شي۔وفاقي وزير په خېبرپښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو نتيجو په اړه په خبرو كښې ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل داسې كېږي چې يو ليډر وزيراعظم عمران خان د خپلې ماتې تسليمولو سره د تېروتنو سمولو لپاره هڅې كوي٬ ده ووئېل سږ كال به دلته د يو كالج منظوري هم وركړې شي ۔