د سندھ اولس د صحت كارډ سهولت څخه محرومه دې۔ د سندھ اعلی وزير او پي پي پي د سندھ اولس نه د كومې خبرې بدله اخلي؟ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ميډيا سره خبرې

image

کراچی ۔2جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د سندھ اولس د صحت كارډ سهولت څخه محرومه دې۔ د سندھ اعلی وزير او پي پي پي د سندھ اولس څخه د كومې خبرې بدله اخلي؟ شهباز شریف د نواز شریف راستنېدو لپاره بيان حلفي جمع كړې وو او نوازشريف راستون نه شو ، د نواز شریف بېرته رواستلو له اټارني جنرل ته وئيلي شوي دي چې هغه دا معامله د عدليې په وړاندې پورته كړي ، په فنانس بدلون بل ټول اتحادي ګوندونه مونږ سره دي۔ د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پنجاب كښې د صحت كارډ سهولت وركړې شوې دې۔ هغه ووئيل د سندھ وګړو ته د صحت كارډ سهولت وركولو له سندھ حكومت بايد پروګرام كښې شامل شي٬ په پنجاب، خېبر پختونخوا، کشمیر او ګلګت بلتستان كښې دا پروګرام پېل شوې دې ، په بلوچستان كښې هم دا منصوبه پېل كېږي۔ هغه ووئيل په راشن پروګرام كښې هم سندھ برخه نه اخلي۔ د سندھ حكومت د لاسه د سندھ وګرو ته دا آساني ترلاسه نه ده۔ هغه ووئيل دا نه ده معلومه چې وزيراعلی سيد مراد علي شاه او پي پي پي د سندھ اولس نه د كومې خبرې بدله اخلي۔ وفاقي وزير ووئيل د هېواد عمومي وضعه مخ په ښه كېدو ده ٬ فنانس (بدلون) بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوې دې ٬ هيله ده چې 15 څخه تر 20 جنورۍ به دا بل منظور كړې شي۔ هغه ووئيل آئی اېم اېف پروګرام سره به پاكستان كښې معاشي وضعه لا ښه شي٬ د روپۍ په قدر استحكام رامخې ته كېږي٬ په پاكستان كښې دننه ګراني په نړيواله منډۍ كښې د بيعو زياتېدو له كبله ده۔ تېل ٬ غوړي او دالونه د بهر نه درآمد كولې شي۔ هغه ووئيل مونږ د كركيلې څانګې ته خصوصي پاملرنه كړې۔ زمونږ د پنځه فصلونو تاريخي پېداوار شوې۔ 1100 اربه روپۍ رورل اکانومی ته منتقل كړې شوې دي۔ 100 سترو كمپنيو د 929 اربه روپو منافغ ښودلې ده ٬ د ميډيا هاؤسز په منافع كښې هم 33 نه 40 فیصده اضافه شوې ده۔ د دومره منافعې باوجود ميډيا هاؤسز او كمپنيو د خپلو ملازمينو په تنخا كښې اضافه نه ده كړې۔ هغه ووئيل د پاكستان معيشت د 5 فيصده شرحې سره ترقي كوي٬ پاكستان په زړه پورې ډول د كورونا مقابله وكړه۔ په امريكا كښې تېره اونۍ 2500 فلائیټس منسوخ شول ٬ دلته صورتحال په زړه پورې دې۔ هغه ووئيل مونږ وګړو ته وېړيا وېكسين ولګول او دې لپاره چې كوم هدف ټاكلې شوې وو د لوئې څښتن په فضل ترسره كړې شو۔هغه ووئيل كه لويې څښتن ته منظور وي نوې كال به د پاكستان د پرمختګ كال وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل شهباز شریف د نواز شریف راستنېدو لپاره بيان حلفي جمع كړو او نوازشريف راستون نه شو ، د نواز شریف بېرته رواستلو له اټارني جنرل ته وئيلي شوي دي چې هغه دا معامله د عدليې په وړاندې پورته كړي۔ هغه ووئيل د درېش كلونو نه راروان ناوړه نظام په درې كال كښې سمېدې نه شي۔ هغه ووئيل تېرو حكومتو انډسټري تباه كړه۔ د كال 1947ء نه تر كال 2008 زمونږ قرضه 6 ټريلين وه ٬ د 2008 نه تر كال 2018 دا 23 ټريلين ته ورسېده۔ مونږ 32 اربه ډالره قرضه بېرته وركړې ده۔ په 5 كلونو كښې په مجموعي توګه 55 اربه ډالره قرضه بېرته وركول دي۔ دا هغه قرضه ده كومه چې د تېر دور واكمنو اخستې ده۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل مونږ د ادارو په آزادۍ او خپلواكۍ باور لرؤ۔ د اسټېټ بېنک آزادی د پاكستان په ګټه ده۔ هغه ووئيل د تېل د بيعې تعين اوګرا كوي٬ كه په نړيواله منډۍ كښې بيعې ټيټې شوې نو مونږ به هم ټيټې كړؤ۔ هغه ووئيل كله چې د تېلو بيعې سوا كېلي نو په ميډيا هېډ لائنز خپورلې شي او كله چې كمېږي نو بيا ميډيا غلې وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل دا مهال په ګرده نړۍ كښې د يوريا قيمت د بورۍ په سر 10 زره روپۍ دې ٬ په پاكستان كښې د دې قيمت د 17 سوه نه تر 2000 روپۍ دې۔ هغه ووئيل كه د يوريا يو ټرك بهر لاړ شي نو دې سره 72 نه 78 لکه روپۍ ګتلې كېدې شي۔ هغه ووئيل كله هم چې د كوم څيز بلېك ماركيټنګ وي نو په سندھ كښې د دې طلب سوا كېږي۔ هغه ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې تېر كال د يوريا تر ټولو زيات پېداوار وشو

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں