پوله ايزه سيمه چمن كښې به د ون ډاکومنټ رجيم په اړه يوه اوونۍ كښې مېكنزم جوړ كړو٬ كاروبار كښې سهولت او د ډلو لپاره اسانۍ پېدا كولو ته پام لرنه كوو۔ وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي

image

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) د داخله چارو نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي وئيلي دي پوله ايزه سيمه چمن كښې به د ون ډاکومنټ رجيم پحقله په يوه اوونۍ كښې مېكنزم جوړ كړو٬ كاروبار كښې سهولت او د ډلو لپاره اسانۍ پېدا كولو ته پام لرنه كوو۔ وفاقي وزير دا خبره داخله چارو لپاره د سېنېټ په قائمه كمېټۍ كښې كړې د كومې مشري چې سينيټر محسن عزيز كوله او په غونډه كښې د كمېټۍ غړو سينيټرز کامل علي آغا، سيف الله ابړو، شهادت اعوان، فوزيه ارشد، دنيش کمار، ثانيه نشتر، سردار محمد شفيق ترين او ثمينه ممتاز زهري ګډون كوول۔ سرفراز بګټي، خاص داخله سېكرتري،د اسلام آباد کيپيټل سټي پوليس آفيسر، آئي جي سندھ، د اسلام آباد ډي سي او د سي ډي اے چيئرمېن هم په غونډه كښې ګډون كولو۔ په غونډه كښې د سينيټر ثانيه نشتر لخوا په وړاندې كړي “The Rehriban livelihood Protection Bill, 2023” بل باندې تفصيلي بحث وشو٬ په دې موقع محرك ثانيه نشتر د بل په خدوخال او مقاصدو كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔ په دې موقع داخله وزير سرفراز بګټي د معاملې تفصيل نه كمېټۍ خبرولو كښې ووئيل د مسئلې د سنګينۍ علم لرو خو د دې وطن حفاظت كول هم زمونږ ذمه واري ده۔ ده كمېټۍ له باور وركړو چې په اوونۍ كښې به داسې مېكنزم جوړ كړو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں